د بغلان ولایت د عدلیې او استیناف محکمې ریاستونو ترمنځ د همغږۍ ناسته جوړه شوه

barekzai_admin
دوشنبه ۱۴۰۴/۴/۲ - ۱۶:۰
.

 د بغلان ولایت د عدلیې رئیس، مولوي امرالله مصلح او مل پلاوي د ذی‌الحجې د میاشتې په ۲۴مه نېټه د شنبې په ورځ د دغه ولایت د استیناف محکمې له رئیس، مولوي محمد صابر حنفي سره د استیناف محکمې په مقر کې د هغږۍ ناسته جوړه کړه.

په دې ناسته کې دواړو لورو په محکمو کې د عامه حقوقو قضیو ته د رسیدګۍ د همغږۍ او لومړیتوب ورکولو په هکله خبرې وکړې او ټینګار یې وکړ چې یادو قضیو ته باید لومړیتوب ورکړل شي.

دغه راز په یاده ناسته کې دواړو ادارو ترمنځ د همکاریو او همغږیو پر زیاتېدو ټینګار وشو او د دواړو ادارو مسؤولینو ډاډ ورکړ چې په دې برخه کې به لازیاتې هلې ځلې وکړي.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۹/۴ - ۱۴:۱۳
Background image

د تېرې یوې میاشتـې په ترڅ کې د کورونو د کرايې د څرنګوالي په تړاو په ۱۱ ولایتونو کې د معاملاتو لارښوونې ۳۷۹ دفترونه او استوګنیز بلاکونه بررسي شوي دي

د کورونو د کرايې د کنټرول ګډې کمېټې توظیف شويو ټیمونو د روان کال د عقرب (لړم) میاشتـې په اوږدو کې د کابل ښار په بېلابېلو ناحیو کې د معاملاتو لارښوونې ۱۸۰ دفترونه او ۶۴ استوګنیز بلاکونه. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۹/۴ - ۱۰:۱۱
Background image

په ننګرهار ولایت کې د معاملاتو لارښوونې له ۱۱ دفترونو څخه نظارت ترسره شو

 د ننګرهار ولایت د عدليې ریاست د انسجام آمریت په رهبرۍ ګډ نظارتي پلاوي، د جمادی‌الآخرة د مياشتې په لومړۍ نېټه د ‌‌شنبې په ورځ د دغه ولایت مرکز جلال‌آباد ښار اړوند په نهمه ناحیه کې د. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۹/۳ - ۱۴:۲۲
Background image

په هرات ولایت کې د معاملاتو لارښوونې له څه باندې ۱۰۰ دفترونو څخه نظارت ترسره شو

 د هرات ولایت د کورونو د کرایې د کنټرول ګډې کمېټې، د تېرې یوې میاشتې په ترڅ کې د معاملاتو لارښوونې له ۱۰۱ دفترونو او یو شمېر استوګنیزو بلاکونو څخه نظارت ترسره کړی.

په دې نظارت کې د. . .

BACK TO NEWS