د بغلان ولایت د عدلیې او استیناف محکمې ریاستونو ترمنځ د همغږۍ ناسته جوړه شوه

د بغلان ولایت د عدلیې رئیس، مولوي امرالله مصلح او مل پلاوي د ذیالحجې د میاشتې په ۲۴مه نېټه د شنبې په ورځ د دغه ولایت د استیناف محکمې له رئیس، مولوي محمد صابر حنفي سره د استیناف محکمې په مقر کې د هغږۍ ناسته جوړه کړه.
په دې ناسته کې دواړو لورو په محکمو کې د عامه حقوقو قضیو ته د رسیدګۍ د همغږۍ او لومړیتوب ورکولو په هکله خبرې وکړې او ټینګار یې وکړ چې یادو قضیو ته باید لومړیتوب ورکړل شي.
دغه راز په یاده ناسته کې دواړو ادارو ترمنځ د همکاریو او همغږیو پر زیاتېدو ټینګار وشو او د دواړو ادارو مسؤولینو ډاډ ورکړ چې په دې برخه کې به لازیاتې هلې ځلې وکړي.