د آلمان د همکاریو دفتر، د حقوقو د ترلاسه کولو د ډول د قانون د شرحې ۱۸۰۰ ټوکه کتابونه د عدليې وزارت ته وسپارل

waheed
دوشنبه ۱۳۹۹/۱۱/۲۰ - ۱۷:۰
.

په افغانستان کې د آلمان د همکاریو د دفتر د قانون له واکمنۍ څخه د ملاتړ پروژې (GIZ) د حقوقو د ترلاسه کولو د ډول د قانون د شرحې یو زرو ۸۰۰ ټوکه کتابونه چې نوې برابر او چاپ کړی دی، په رسمي ډول د عدليې وزارت ته وسپارل.

د آلمان د همکاریو د دفتر د کابل د بر خې رئیس دغه شمېر کتابونه د سلواغې د میاشتې  په ۲۰ مه نېټه د دوشنبې په ورځ، د عدليې وزارت اداري معین ګل محمد ګلزي ته وسپارل.

د عدليې وزارت اداري معین، د عدليې وزارت له بیلابیلو برخو سره د دغه دفتر له همکاریو څخه مننه او قدرداني وکړه او دغه وزارت سره يې د دغه دفتر د لازیاتو همکاریوغوښتنه وکړه.

.

د یادونې وړ ده د حقوقو د ترلاسه کولو د قانون شرحه  له عدلي او قضايې بنسټونو مسلکي کارکوونکو ته او د حقوقو او شرعیاتو  د څانګو له محصلانو سره مرسته کوي چې د دې قانون  اړوند حکمونه  او موارد په تفصیلي ډول مطالعه کړي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۴/۳/۱۴ - ۱۰:۵۲
Background image

په سمنګان ولایت کې د څه باندې ۲۲ جریبه امارتي ځمکې تشخيص کېدل

 د سمنګان ولایت د ځمکو له غصب څخه د مخنیوي تخنیکي هیئت ناسته د ذی‌الحجې د مياشتې په ۴مه نېټه د یکشنبې په ورځ، د دغه هيئت د رئيس او غړو په ګډون جوړه شوه.
د تخنيکي هيئت په دې ناسته کې د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۳/۱۴ - ۱۰:۳۸
Background image

په ننګرهار ولایت کې له ۱۰ دارالوکالو څخه نظارت ترسره شو

 د ننګرهار ولایت د عدلیې رياست د مدافع وکيلانو آمريت نظارتي پلاوي، د ذی‌الحجې د مياشتې په ۵ مه نېټه د دوشنبې په ورځ، د دغه ولایت د مرکز، جلال آباد ښار اړوند په څلورمه ناحیه کې له ۱۰. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۳/۱۴ - ۱۰:۲۱
Background image

په بلخ ولایت کې د څه باندې ۶۰۰ جریبه امارتي ځمکه تشخيص

 د بلخ ولایت د ځمکو له غصب څخه د مخنیوي تخنیکي هیئت ناسته د ذی‌الحجې د مياشتې په ۴ مه نېټه د یکشنبې په ورځ، د یاد هیئت د رئیس او غړو په ګډون جوړه شوه.
په دې ناسته کې د البرز ولسوالۍ. . .

BACK TO NEWS