د ټولنو د ثبت لارښوود

ټولنې

ټولنې (اتحادیې او خیریه بنسټونه) د خلکو او دولت ترمنځ د اړیکو پل په حیث دي چې د اسلامي شریعت د حکمونو، نافذه تقنیني سندونو، کړنلارو، لایحو، د افغانستان اسلامي امارت پالیسۍ او اړوندې اساسانامې له مخې په بېلابېلو ټولنیزو، صنفي، تخصصي او حرفوي برخو کې اړین او ارزښتناک رول  لوبوي.

«د افغانستان اتباع کولای شي د مادي او معنوي موخو تامین په منظور د اسلامي امارت د کابینې د ۱۴۴۳/۶/۲۹ نېټې له ۲۱ ګڼه کړنلارې  سره سم ټولنه جوړه کړي

دغه راز د ټولنې اصطلاح  تبیین شوې: «ټولنه: د حقیقي او حکمي اشخاصو ټولنیز، غیرسیاسي او غیر انتفاعي جوړښت دی چې په کې (اتحادیې او ټولنیز بنسټونه چې د حرفوي، صنفي او تخصصي موخو له پاره د حکمي شخص په حیث جوړیږي

د یادولو وړ ده چې بنسټونه (اتحادیې او خیریه بنسټونه) د ټولنې تر عنوان لاندې له عدليې وزارت څخه د خپل د فعالیت جواز ترلاسه کړي او د بېلابېلو عالي او با کیفیته خدماتو وړاندې کولو په برخو کې، له دې جملې له بې وزلو اشخاصو او کورنیو سره د مرستې او همکارۍ، پوهاوي ورکولو او په شفاف او ځواب ویلو ډول د خپلو غړو د ستونزو لري کولو په برخو کې د پام وړ لاسته درلودلې دي.

د عدليې وزارت د انسجام لوی ریاست د ټولنو او ټولنیزو بنسټونو د چارو ریاست په مرکز او ولایتونو کې د فعالو ټولنو (اتحادیو او خیریه بنسټونو) د سندونو لست په خلاصه توګه وړاندې کیږي.

د ټولنو د ثبت غوښتنې لپاره لارښوود:

الف: دا کړنلاره د افغانستان اسلامي امارت د کابینې د ۱۴۴۳/۴/۲ نېټې د (۹) ګڼه مصوبې (۱۰) بند له مخې وضع شوې ده.

ب: دا کړنلاره د اتحادیو او خیریه بنسټونو اړوند فعالیتونو لپاره د (اتحادیو او خیریه بنسټونو) تنظیم او نظارت په موخه وضع شوه.

ج: په دې کړنلاره کې لاندني اصطلاحات لاندې مفاهیم افاده کوي.

۱- اتحادیه: د حقیقي او حکمي اشخاصو داوطلبانه ټولنه ده چې د دغې کړنلارې د حکمونو مطابق د ګډو مشروع او تخصصي، صنفي او حرفوي موخو لپاره رامنځته کېږي.

۲- خیریه بنسټ: د حقیقي اشخاصو هغه ټولنه ده چې د خیریه او ټولنیز پرمخ وړلو موخو لپاره رامنځته کېږي.

د: د انسجام اداره: د اسلامي شریعت د حکمونو او د افغانستان اسلامي امارت د اصولو مطابق او د اتحادیو او خیریه بنسټونو د ګټو رامنځته کولو لپاره رامنځته شوې ده.

ه: د اتحادیو او خیریه بنسټونو د فعالیت جواز صدور او تمدید په لاندې توګه ترسره کېږي.

۱- د عدلیې وزارت د انسجام اداره هغو داوطلبانو ته جواز ورکوي چې په دې کړنلاره کې یې درج شوي شرایط بشپړ کړي وي. د اتحادیو او خیریه بنسټونو جواز دریو کلونو لپاره د (۱۰۰۰۰) زرو افغانیو په بدل کې د عدلیې وزیر له لاسلیک څخه وروسته صادریږي.

۲- د اتحادیو او خیریه بنسټونو د فعالیت جواز له ټاکل شوې مودې د (۳۰) ورځو له تېرېدو څخه وروسته د (۵۰۰۰) افغانیو په بدل کې د دریو نوورو کلونو لپاره تمدیدیږي.

و: د اتحادیو او خیریه بنسټونو غړي او مسؤولین باید لاندې مواصفات ولري.

۱- د (۱۸) کلنۍ عمر یې بشپړ کړی وي.

۲- نیک شهرت او سالمه فکر ولري.

۳- د نظام په ضد موخې و نه لري.

۱- غوښتونکی د ټولنې د ثبت له پاره په چاپ شوې عریضه کې خپله غوښتنه د عدليې وزارت د مقام تر عنوان لاندې وړاندې کوي.

۲- د اداري پړاوونو له تېرولو څخه وروسته د ټولنو د سندونو د ثبت مامور او په ولایتونو کې د انسجام آمریت له لوري غوښتونکي ته (د بنسټ اېښودونکو، مدیره هیئت او د مالي چارو مسؤولینو د شهرت) تر عنوان لاندې درې جدولونه ویشل کیږي.

۳- د بنسټ ایښودونکو غړي لږ تر لږه (۱۰) تنه دي چې له دغو (۱۰) تنو څخه درې تنه د مدیره هیئت په عنوان او درې تنه د مالي مسؤولینو په حیث ټاکل کیږي.

۴- غوښتونکی مکلف دی چې د بنسټ اېښودونکو، مدیره هیئت او د ټولنو د مالي مسؤولینو شهرت په دقیق ډول او جلا جدولونو کې درج کړي او د تابعیت رنګه تذکرې او د ټولنې نښان له تشریح سره یوځای په کمپیوټري بڼه د رئیس، مرستیال او منشي په مشخص کولو سره د ټولنو د ثبت مامور او په ولایتونو کې د انسجام آمریت اداري برخو ته وړاندې کړي.

۵- غوښتونکی مکلف دی په دقیق ډول د بنسټ اېښودونکو د غړو د اړیکې شمېره، د سن تثبیت، د پېژندپاڼې شمېره، د ثبت شمېره، پاڼه، ټوک په جدولونو کې ولیکي.

۶- د پېژندپاڼې او لاسلیک د تطبیق په منظور د بنسټ اېښودونکو د غړو حضور؛ په مرکز کې د ټولنو د چارو په ریاست او د ولایتونو د عدليې ریاست د انسجام لوی مدیریتونو او امریتونو کې حتمي دی.

۷- غوښتونکي مکلف دي چې د جواز ترلاسه کولو له پاره د (سیاسي، انتفاعي، انحصاري، ملي او نامانوس (نا اشنا)) کلمو د عنوان غوره کولو څخه ډډه وکړي.

۸- د بررسۍ بورډ مکلف دی چې له غوښتونکو سره په تفاهم کې په روښانه، څرګنده او معنا لرونکي ډول عناوین او موخې د جغرافیایي محدودې په یادولو سره غوره کړي.

۹- هغه غوښتونکي چې غواړي عام شموله او هر اړخیز بنسټ جوړ کړي لږ تر لږه د افغانستان له (۱۸) ولایتونو څخه په بنسټ کې د بنسټ ایښودونکي غړي ولري چې د همدې ولایت اصلي او اوسنی سکونت ولري.

۱۰-هغه غوښتونکي چې تخصصي بنسټ ثبتوي، لږ تر لږه د موضوع اړوند د لیسانس تر کچې تحصیلي سند ولري.

۱۱-د ټولنې اساسنامه سره له لوګو او د هغې تشریح چې د ټولنې مشخصه پته په کې وي لازمي ده.

۱۲- د فعالیت د جواز ترلاسه کولو څخه مخکې د ټولنې د دفتر وسایلو او تجهیزاتو لپاره د ټولنو چارو ریاست له خوا موظف او تخصصي هیئت ترتیب او منقول او غیر منقول اموال ثبتوي.

۱۳- د خیریه بنسټونو د جواز غوښتونکي مکلف دي چې د اړوندې ټولنې په بانکي حساب کې د ضمانت په توګه لږ تر لږه (۵۰۰۰۰۰) پنځه سوه زره  افغانۍ ولري.

۱۴- د تشخصیه نمبر (ټي آی ان) ترلاسه کولو په منظور د مالیې له ادارې څخه د رئیس، مرستیال او ټولنې په نوم د استعلام وړاندې کول.

۱۵- د کورنیو چارو وزارت د جنايي څېړنو ادارې له خوا د بنسټ اېښودونکو غړو په جنایت او د مدني حقوقو په محرومیت د نه محکومیت په موخه د استعلام وړاندې کول.

۱۶- د اتحادیو او خیریه بنسټونو د جواز غوښتونکي د دغې کړنلارې له مخې مکلف دي چې لاندني شرایط ولري.

- اتحادیه: د حکمي اشخاصو د ټولنې تشکل ده، له ځان سره لږ تر لږه ۱۰ رسمي جوازلیکونه چې له دولتي ادارو څخه اساسنامه لري ولري.

- خیریه بنسټ: د حقیقي اشخاصو هغه داوطلبانه ټولنه ده چې لږ تر لږه ۱۰ بنسټ ايښودونکي غړي ولري.

نوټ:

د ټولنې د جوازلیک غوښتونکي مکلف دي چې لاندني موارد په پام کې ولري:

- غوښتونکي مکلف دي چې د فعالیت د جواز ترلاسه کولو څخه مخکې د ټولنې د چارو موظف استازي ته چې رسماً د استعلام له مخې د ثبت په غرض توظیف شوی  په لیکل شوي بڼه د ټولنې د دفتر د ځای، د دفتر د ادارې وسایلو او منقول او غیر منقول ملکیتونو په اړه بشپړ معلومات وړاندي کړي.

- د فعالیت جواز لرونکي مکلف دي چې د کړنلارې په اساس په ربعوار او کلني ډول خپل فعالیتونه، منقول او غیر منقول ملکیتونه او عواید او لګښتونه د ۳ میاشتو په ترڅ کې له ځانګړي فارمټ سره سم په مرکز کې د ټولنو د چارو ریاست او په ولایتونو کې د عدليې ریاست د انسجام آمریت ته وړاندې کړي.

- د فعالیت جواز لرونکي مکلف دي چې د جوازلیک د تمدید په مهال په مرکز کې د عمومي انسجام ـ د ټولنو د چارو ریاست او په ولایتونو کې د عدليې ریاست د انسجام آمریتونو ته د فعالیت د جوازلیک اصل، په جلا توګه د ۳ کلونو د فعالیتونو راپور، د بنسټ ایښودونکو د دوه پر دریمې برخې په اکثریت د مجمع عمومي پریکړه، د جنایت د نه محکومیدو په اړه دکورونیو چارو وزارت د څېړنو د ادارې استعلام او د خپل مالیاتي وجایبو لیک وړاندې کړي.

- کله چې په بنسټ ایښودونکو او مدیره هیئت کې بدلون رامنځته شي، ټولنیز بنسټونه مکلف دي د ۱۰ ورځو په اوږدو کې په دې هکله په لیکل شوي بڼه خبر چې په مرکز کې د ټولنو د چارو ریاست او په ولایتونو کې د عدليې ریاست د انسجام آمریت ته وړاندې کړي.

- د ټولنې د فعالیت جوازلیک له درې کلونو څخه وروسته تمدیدیږي.

- د فعالیت جواز لیک وروسته له هرو ۳ کلونو د اعتبار له پای ته رسیدو څخه ۳۰ ورځې وړاندې د (۵۰۰۰) افغانیو په بدل کې نوی کیږي.

- جوازلیک په هغه صورت کې نوی کېږي چې ټولنې په خپلو فعالیتونو کې د ټولنو د کړنلارۍ حکمونه، اسلامي شریعت او د اسلامي امارت پالیسي او اساسنامه نه وي نقض کړې.

- کله چې د فعالیت جوازلیک د شپږو میاشتو په ترڅ کې نوی نه شي، د ټولنې نوم د ثبت له دفتر څخه پاکیږي.

- وروسته له دې چې د ټولنې نوم د ثبت له دفتر څخه پاک شي وغواړي چې خپل فعالیت ته ادامه ورکړي د ټولنې د قانون له حکمونو سره سم دې د ثبت له پاره بیاځلې د عدليې وزارت ته وړاندیز وکړي.

کله چې له ټولنې څخه د فعالیت جوازلیک ورک شي په یوې ټولنیزې رسنۍ کې له اعلان څخه وروسته د یادې ټولنې د فعالیت جوازلیک د (۱۰۰۰۰) افغانیو په بدل کې د پاتې مودې له پاره ورکول کیږي.

- کله چې د ټولنې د بنسټ ایښودونکو غړو ترمنځ اختلاف رامنځته شي په لومړي ګام کې دې رامنځته شوی اختلاف خپلو ترمنځ د خبرو له لارې حل کړي؛ که چېرې اختلاف حل نه شي موضوع دې په لیکل شوي بڼه په مرکز کې د ټولنو د چارو ریاست او په ولایتونو کې دې د عدليې ریاستونو ته وړاندې کړي او که چېری د هغوی قناعت ترلاسه نه شو، د ټولنې د اختلاف د حل په منظور دې رامنځته شوې قضیه تر ټولو نږدې اړوندې محکمې ته ارجاع کړي.

- کله چې ټولنه د قانون او د اسلامي امارت پالیسۍ له مخې لغو شي، وسایل يې مماثل بنسټ او یا د عدلیې وزارت ته سپارل کیږي.

د ټولنې اړوند سندونه:

جدول مؤسسین

جدول هیأت مدیره

جدول مسوولین مالی

تعهد خط

آدرس جمعیت

چک لست نظارت

فورم شکایات متقاضی

نمونه ارائه گزارش سالانه جمعیت ها

ورق ثبت و طی مراحل جوازنامه جمعیت

پروسه طی مراحل اداری اسناد

نمونه اساسنامه

د لا زیاتو معلوماتو له پاره د انسجام لوی ریاست د ټولنو د چارو ریاست د اداري او ډیټابیس مدیر حلیم «شمس» سره اړیکه ونیسۍ.

د اړیکې شمېره:  ۰۷۸۱۳۱۲۳۸۶

بریښنالیک: Halimahmadi11@gmail.com