د عدلیې وزارت د وسایطو د ترمیمځای د جوړولو کار د بشپړېدو په حال کې دی
د اسلامي امارت د عدلیې وزارت د دغه وزارت په انګړ کې د نقلیه وسایطو یو باب ورکشاپ او ترمیمځای جوړ کړی چې د جوړېدو کاري چارې یې د بشپړېدو په حال کې دي.
دا ورکشاپ د عدلیې وزارت د نقلیه وسایطو د تجهیزاتو د ترمیم په چارو کې د آسانتیاوو رامنځته کولو، په لګښتونو کې د سپما، د وخت او سرچینو له ضایع کېدو څخه د مخنیوي او د هغو نقلیه وسایطو د ساتنې په موخه چې بیتالمال پورې اړه لري، جوړ شوی دی.
د دغه ورکشاپ د جوړولو کار ۸۰ سلنه پرمخ تللی او دا ورکشاپ د یاد وزارت له تخنیکي اړتیاوو سره سم په معیاري وسایلو او ماشین آلاتو سمبالېږي او ډېر ژر به ګټې اخیستنې ته وسپارل شي.
