د عدلیې وزارت د دوو مرکزي ریاستونو رئیسان معرفي شول

barekzai_admin
شنبه ۱۴۰۵/۴/۲۷ - ۱۴:۳۶
.

 د عدلیې وزارت د انسجام عمومي ریاست او د حقوقي مرستو ریاست نوي رئیسان چې د دغه وزارت د وړاندیز او د ریاست الوزراء د عالي مقام د منظورۍ پر بنسټ تعیین شوي دي، د یو لړ مراسمو په ترڅ کې د عدلیې وزارت د مسؤولینو په ګډون د یادو ریاستونو کارکوونکو ته وروپېژندل شول.

په دغو مراسمو کې چې د صفر المظفر د میاشتې په ۳مه نېټه د شنبې په ورځ ترسره شول، د عدلیې وزارت د داخلي پلټنې پخوانی رئیس، محترم مولوي زاهدین عابد د انسجام عمومي رئیس په توګه او د عدلیې وزارت د انسجام عمومي ریاست پخوانی رئیس، محترم مولوي احمد ضیا خبیب د دغه وزارت د حقوقي مرستو رئیس په توګه مسؤولینو او د یادو ریاستونو کارکوونکو ته ورپېژندل شول.

د عدلیې وزارت د کارکوونکو چارو رئیس، محترم مفتي رحمت الله حلیم په دغو مراسمو کې د یاد وزارت د دوو مرکزي ریاستونو رئیسانو ته د نویو مسؤولیتونو د مبارکۍ ویلو ترڅنګ، هغوی لپاره د بریالیتوب هیله وکړه.

په یادو مراسمو کې د عدلیې وزارت د امارت د قضایاوو عمومي رئیس، محترم مولوي احسان الله وثیق هم په خپلو خبرو کې، یادو رئیسانو ته د نویو مسؤولیتونو د مبارکۍ ویلو ترڅنګ، په نظام کې تغییر او تبدیل یو اصل وباله او پر مسؤولیت‌ منلو، اخلاص او د شریعت له اصولو سره سم د چارو پر مخ وړلو ټینګار وکړ.

له بلې خوا د عدلیې وزارت د انسجام عمومي ریاست او د حقوقي مرستو ریاست نویو رئیسانو ډاډ ورکړ چې هڅه کوي ورسپارل شوي مسؤولیتونه په غوره توګه ترسره کړي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۹ - ۱۴:۴۸
Background image

د عدلیې وزیر د قوانینو د تدقیق او فقهي تخریج د بهیر پر چټکتیا ټینګار وکړ

 د اسلامي امارت د عدلیې وزیر، محترم شیخ الحدیث مولوي عبدالحکیم شرعي د دغه وزارت د رهبرۍ شورا په غونډه کې د عدلیې وزارت د اړوندو برخو له لوري د قانون جوړونې او د تقنیني اسنادو د وروستي. . .

شنبه ۱۴۰۵/۴/۲۷ - ۱۵:۲۸
Background image

د عدلیې وزارت مسلکي معین د هرات ولایت د عدلیې ریاست څخه لیدنه وکړه

 د عدلیې وزارت پلاوي د یاد وزارت د مسلکي معین، محترم شیخ الحدیث مولوي عبدالکریم حیدر په مشرۍ د ولایتونو د عدلیې ریاستونو څخه د نظارت په دوام، د محرم د میاشتې په ۲۸مه نېټه د سه‌شنبې په. . .

شنبه ۱۴۰۵/۴/۲۷ - ۱۴:۳۶
Background image

د عدلیې وزارت د دوو مرکزي ریاستونو رئیسان معرفي شول

 د عدلیې وزارت د انسجام عمومي ریاست او د حقوقي مرستو ریاست نوي رئیسان چې د دغه وزارت د وړاندیز او د ریاست الوزراء د عالي مقام د منظورۍ پر بنسټ تعیین شوي دي، د یو لړ مراسمو په ترڅ کې د. . .

BACK TO NEWS