په عدلیې وزارت کې ثبت شويو خيريه بنسټونو په تېر یوه کال کې له اړمنو سره څه دپاسه یو میلیارد افغانۍ مرستې کړې دي

barekzai_admin
شنبه ۱۴۰۴/۵/۱۱ - ۱۰:۳۱
.

 د اسلامي امارت په عدلیې وزارت کې ثبت شويو خيريه بنسټونو د ۱۴۰۳ هـجري لمریز کال په ترڅ کې د اړوندو ادارو په همغږۍ د هېواد په کچه اړمنو ته د رسیدګۍ لپاره څه‌باندې ۱ميليارد او ۱۱۰ميليونه افغانۍ، څه باندې ۳۸۲ زره ډالر، ۲۰۳۰ یورو او ۵۰۰ زره کلدارې مصرف کړي دي.
د یادو خیریه بنسټونو د مالي راپورونو له ‌مخې، دا مرستې په خوراکي او غير خوراکي توکو، درملو، روغتيا،  ښوونې، حرفوي زدکړو، لوړو زده کړو او د کارموندنې په برخو کې لګول شوي او راستنېدونکي کډوال، یتیمان، کونډې، د طبیعي پېښو زیانمن او نور اړمن کسان هم ورڅخه برخمن شوي دي.
دا مرستې په دغه وزارت کې د ۱۴۱ ثبت شویو خیریه بنسټونه لخوا ترسره شوي چې ۶۵ بنسټونه په کابل او پاتې نور یې په ولایتونو کې فعالیت لري.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۴/۵/۱۲ - ۱۵:۵۰
Background image

په ننګرهار ولایت کې د معاملاتو لارښوونې او موټر پلورنځيو له ۵ دفترونو څخه نظارت ترسره شو

 د ننګرهار ولایت د عدليې ریاست نظارتي پلاوي، د صفر‌المظفر د مياشتې په ۸مه نېټه د شنبې په ورځ، د دغه ولایت د غني خيلو ولسوالۍ اړوند په مارکو بازار کې د معاملاتو لارښوونې او موټر پلورنځيو. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۵/۱۲ - ۱۴:۴۹
Background image

په تېره یوه میاشت کې څه باندې ۳۶ زره کسانو ته حقوقي پوهاوی ورکړل شوی

 د عدلیې وزارت د حقوقي مرستو رياست په مرکز او ولایتي آمریتونو يې په ولایتونو کې د روان ۱۴۴۷ هـ.ق د محرم‌الحرام د میاشتې په ترڅ کې د ۱۶۶ برنامو په جوړولو سره ۳۶ زره او ‍۷۲۷ تنو هېوادوالو. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۵/۱۲ - ۱۲:۲۷
Background image

د پکتيا ولایت د عدلیې ریاست کارکوونکو لپاره زده کړه ییزه برنامه جوړیدل

 د عدلیې وزارت د کارکوونکو چارو ریاست د پکتيا ولایت د عدلیې ریاست کارکوونکو لپاره د «مسلکي او اداري زده کړې» تر سرلیک لاندې شپږ ورځنۍ زده کړه ییزه برنامه د یاد ریاست په مقر کې جوړه کړه.. . .

BACK TO NEWS