په زابل ولایت کې د کابو ۱۲۶ زره جریبه امارتي ځمکې تثبیت

د زابل ولایت د ځمکو له غصب څخه د مخنیوي تخنیکي هیئت ناسته د شعبان د مياشتې په ۱۳ مه نېته، د چهارشنبې په ورځ، د دغه هيئت د رئيس او غړو په ګډون جوړه شوه.
د تخنيکي هيئت په دې ناسته کې، د زابل ولایت په شهر صفا ولسوالۍ کې د یوسلو پنځه ويشت زره نهه سوه پنځوس (۱۲۵۹۵۰) جریبه ځمکې دوسیې په اړه بحث او خبرې وشوې او په ترڅ کې یې یاده ځمکه امارتي تثبیت او تشخيص شوه.
هيئت پرېکړه وکړه چې د یادې ځمکې دوسیه دې د وروستۍ پرېکړې په موخه مرکزي کمېسيون ته واستول شي.
همدارنګه په ياده ناسته د زابل ولایت د بېلابېلو ساحو د غصب شويو ځمکو اړوند یو شمېر نورې دوسیې هم بررسي شوې او په اړه یې لازم تصامیم ونیول شول.