په ننګرهار کې د معاملاتو لارښوونې د دفترونو ۸ تنو متصدیانو لپاره زدهکړه ییزه برنامه جوړه شوه

د ننګرهار عدلیې ریاست د یاد ولایت د چپرهار ولسوالۍ اړوند د معاملاتو لارښوونې د دفترونو ۸ تنو متصدیانو لپاره یو ورځنۍ زده کړه ییزه برنامه جوړه کړه.
په دې برنامه کې چې د شعبان د میاشتې په ۱۲مه نېټه د سه شنبې په ورځ د عدلیې ریاست په مقر کې جوړه شوه، د یاد ریاست د انسجام آمریت مسؤولینو پهکې ګډونوالو ته د معاملاتو لارښوونې د اصولو، د معاملاتو لارښوونې د دفترونو د مسؤولینو وجایبو او په سمه توګه له سټو او د ثبت له کتاب څخه د ګټه اخیستنې په اړه لازمې لارښوونې وکړې او دغه راز د معاملاتو لارښوونې اړوند تقنیني سندونه یې هغوی لپاره تشریح کړ.
دغه راز په دې برنامه کې د معاملاتو لارښوونې مسؤولینو او متصدیانو خپلې پوښتنې او ستونزې مطرح کړلې او د عدلیې ریاست مسؤولینو د هغوی پوښتنو ته ځواب وړاندې کړ او د ستونوزو لرې کولو په برخه کې یې هغوی ته ډاډ ورکړ.
د ننګرهار عدلیې ریاست په پام کې لري چې د یاد ولایت په کچه د معاملاتو لارښوونې د ټولو دفترونو مسؤولینو ته دغه ډول زده کړه ییزې برنامې جوړې کړي ترڅو معاملات په شفاف او قانوني توګه ترسره شي او دغه راز مالیات په سمه توګه تادیه شي.