په ننګرهار ولايت کې د غیرقانوني فعالیت په دلیل د معاملاتو لارښوونې د دوه دفترونو تړل کېدل

barekzai_admin
پنجشنبه ۱۴۰۳/۸/۱۷ - ۱۲:۰
.

د ننګرهار ولایت د عدلیې رياست نظارتي پلاوي، د جمادي الاول د مياشتې په ۴ مه نېټه د چهارشنبې په ورځ د ياد ولایت د مرکز، جلال آباد ښار کې د معاملاتو لارښوونې له ۶ دفترونو څخه نظارت ترسره کړ.

د دغه نظارت او بررسۍ په پایله کې، د معاملاتو لارښوونې ۲ دفترونه د غیر قانوني فعالیتونو له کبله وتړل شول او د پاتې نورو، د معاملاتو لارښوونو دفترونو متصدیانو ته د شته نيمګړتياوو د اصلاح او د کاري چارو ښه‌والي په موخه لازمې توصیې وشوې.

د ننګرهار ولایت، عدلیې رياست په دوامداره توګه په یاد ولایت کې د معاملاتو لارښوونو له دفترونو څخه نظارت ترسره کوي تر څو د غير قانوني فعالیتونو مخنيوی وشي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۴ - ۱۲:۴
Background image

د عدلیې وزیر د مسؤولینو په صادقانه کار او مسؤولیت منلو ټینګار وکړ

 د اسلامي امارت د عدلیې وزیر، محترم شیخ الحدیث مولوي عبدالحکیم شرعي د دې وزارت د رهبرۍ شورا په ناسته کې د عدلیې وزارت د مسؤولینو په مسؤولیتمنلو، صادقانه خدمت او په خپل وخت د کاري چارو. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۴ - ۱۱:۱۱
Background image

په ننګرهار ولایت کې د ۲ خیریه بنسټونو او ۲ اتحادیو دفترونه وتړل شول

 د ننګرهار ولایت د عدلیې رياست نظارتي پلاوي، د ذوالحجې د میاشتې په ۲مه نېټه د سه شنبې په ورځ د یاد ولایت د مرکز، جلال اباد ښار په بېلابېلو ساحو کې له یو شمېر خیریه بنسټونو او اتحادیو. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۴ - ۱۱:۳
Background image

په کابل ښار کې ۴ دارالوکالې وتړل شوې

 د عدلیې وزارت د مدافع وکیلانو ریاست نظارتي پلاوي، په تېره اونۍ کې د کابل ښار په درېيمه ناحیه کې د ۲۲ دارالوکالو فعالیتونه نظارت او بررسي کړل.

د دغه نظارت په ترڅ کې د یادو دارالوکالو د. . .

BACK TO NEWS