په ننګرهار ولایت کې د ۲ خیریه بنسټونو او ۲ اتحادیو دفترونه وتړل شول

barekzai_admin
دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۴ - ۱۱:۱۱
.

 د ننګرهار ولایت د عدلیې رياست نظارتي پلاوي، د ذوالحجې د میاشتې په ۲مه نېټه د سه شنبې په ورځ د یاد ولایت د مرکز، جلال اباد ښار په بېلابېلو ساحو کې له یو شمېر خیریه بنسټونو او اتحادیو څخه نظارت ترسره کړ او د هغو فعاليتونه یې بررسي کړل.

په دغه نظارت کې د یادو خیریه بنسټونو د فعالیت جوازونه، مهرونه، رسمي کتابونه، د اجراآتو راپورونه او نور اسناد بررسي شول چې  په ترڅ کې یې د خیریه بنسټونو ۲ دفترونه او د اتحادیو ۲ دفترونه د غیرقانونی فعالیتونو له امله وتړل شول.

د ننګرهار د عدلیې رياست په یاد ولایت کې له اړوندو برخو څخه په منظم ډول نظارت او بررسي ترسره کوي تر څو د غير قانوني فعاليتونو مخنیوی وشي.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۱۶ - ۱۲:۳۱
Background image

د عدلیې وزارت مسلکي معین او ورسره مل پلاوي د کندهار ولایت د عدلیې ریاست څخه لیدنه وکړه

 د عدلیې وزارت پلاوي د یاد وزارت د مسلکي معین، محترم شیخ الحدیث مولوي عبدالکریم حیدر په مشرۍ د ولایتونو د عدلیې ریاستونو څخه د نظارت په دوام، د محرم د میاشتې په ۱۸مه نېټه د ‌شنبې په ورځ. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۱۶ - ۹:۵۳
Background image

د عدليې وزير د خصوصي روغتونونو له مسؤولينو او ډاکټرانو سره وکتل

 د اسلامي امارت د عدليې وزير، محترم شيخ الحديث مولوي عبدالحکيم شرعي د محرم په ۲۰مه نېټه د دوشنبې په ورځ د خصوصي روغتونونو له یو شمېر مسؤولینو او ډاکټرانو سره وکتل او خبرې وکړې.

په دې. . .

شنبه ۱۴۰۵/۴/۱۳ - ۱۵:۲
Background image

د عدلیې وزارت مسلکي معین د ارزګان ولایت د عدلیې ریاست څخه لیدنه وکړه

 د عدلیې وزارت پلاوي د یاد وزارت د مسلکي معین، محترم شیخ الحدیث مولوي عبدالکریم حیدر په مشرۍ د ولایتونو د عدلیې ریاستونو څخه د نظارت په دوام، د محرم د میاشتې په ۱۶مه نېټه د پنج شنبې په. . .

BACK TO NEWS