په ننګرهار ولایت کې د ۲ خیریه بنسټونو او ۲ اتحادیو دفترونه وتړل شول
د ننګرهار ولایت د عدلیې رياست نظارتي پلاوي، د ذوالحجې د میاشتې په ۲مه نېټه د سه شنبې په ورځ د یاد ولایت د مرکز، جلال اباد ښار په بېلابېلو ساحو کې له یو شمېر خیریه بنسټونو او اتحادیو څخه نظارت ترسره کړ او د هغو فعاليتونه یې بررسي کړل.
په دغه نظارت کې د یادو خیریه بنسټونو د فعالیت جوازونه، مهرونه، رسمي کتابونه، د اجراآتو راپورونه او نور اسناد بررسي شول چې په ترڅ کې یې د خیریه بنسټونو ۲ دفترونه او د اتحادیو ۲ دفترونه د غیرقانونی فعالیتونو له امله وتړل شول.
د ننګرهار د عدلیې رياست په یاد ولایت کې له اړوندو برخو څخه په منظم ډول نظارت او بررسي ترسره کوي تر څو د غير قانوني فعاليتونو مخنیوی وشي.
