د عدلیې وزارت د انسجام عمومي رياست نوی رئيس معرفي شو
![.](/sites/default/files/2024-07/ansjam_2.jpg)
د عدلیې وزارت د بشري سرچينو رئيس مفتي رحمت الله حليم د یوې غونډې په ترڅ کې د یاد وزارت د انسجام عمومي رياست نوی رئيس چې د یاد وزارت د وړاندیز او د رياست الوزرا د عالي مقام د منظورۍ په اساس تعيين شوی دی، د یاد رياست کارمندانو ته وروپېژنده.
په دې غونډه کې چې د محرم الحرام د مياشتې په ۲۳ مه نېټه د دوشنبې په ورځ د عدليې وزارت د قانون جوړونې د چارو عمومي ریاست مرستیال شیخ رکن الدین عتیق، د امارت د قضایاو عمومي رئيس مولوي احسان الله وثیق او د یاد وزارت د بېلابېلو برخو رئیسانو او مسؤولینو په ګډون سره جوړه شوه، مفتي احمدضیا خبیب د انسجام عمومي رياست د نوي رئیس په توګه معرفي شو.
په یاده غونډه کې د عدليې وزارت د قانون جوړونې د چارو عمومي ریاست د خپلو خبرو په ترڅ کې، نوي رئیس ته د نوي موقف د مبارکۍ ترڅنګ له هغه څخه وغوښتل چې د مسؤوليتونو په ترسره کولو او خلکو ته د خدمت په برخه کې له هېڅ ډول هلو ځلو ډډه و نه کړي.
نوموړي زياته کړه، انسان هغه وخت بريالی کیدلای شي او په سمه توګه خدمت کولای شي چې له خپلو مشرانو څخه اطاعت وکړي.
د عدلیې وزارت د انسجام عمومي رياست نوي رئيس له دې وړاندې د یاد وزارت د حقوقي مرستو رئیس په توګه دنده ترسره کړې ده.