د جوزجان ولایت د ځمکو د غصب د مخنیوي د تخنیکي هیئت ناسته جوړېدل
د جوزجان ولایت د ځمکو د غصب د مخنيوي تخنيکي هيئت ناسته د ذوالقعدې د مياشتې په ۲۴ مه نېټه د دوشنبې په ورځ د ياد هيئت د رئيس او غړو په ګډون سره جوړه شوه.
د تخنيکي هئيت په دې ناسته کې د جوزجان ولایت په بېلابېلو ساحو کې د غصب شویو ځمکو اړوند د ۴۰۹۳ جریبه ځمکو دوسیې بررسي شوې.
همداراز د تخنيکي هئيت په دې ناسته کې تر دعوا لاندې د ځینو ځمکو دوسیې هم تر بحث لاندې ونيول شوې او پرېکړه وشوه چې د يادو ځمکو دوسیې دې بشپړې او راتلونکې ناسته کې دې وړاندې شي.