عدلیې وزارت ددفاع وکالت د جوازلیک نږدې ۶۰۰ تنو غوښتونکو څخه ورودي آزموینه واخیسته

hayat_admin
یکشنبه ۱۴۰۱/۱۱/۲۳ - ۱۵:۵۹
.

د عدليې وزارت ددفاع وکالت د جوازلیک د ورودي آزموینې لومړۍ دوره د جوازلیک نږدې ۶۰۰ تنو غوښتونکو په ګډون جوړه کړه. ددغې آزموینې  پرانیست غونډه کې چې د رجب المرجب میاشت په ۲۱ نېټه د یکشنبې په ورځ د عدلیې وزارت په مقر کې جوړه شوه، د عدلیې وزارت سرپرست شیخ الحدیث مولوي عبدالحکیم شرعي، معینانو، رئیسانو او ددغه وزارت نورو مقاماتو ګډون درلود.

.

دغه مراسم د کلام الله مجید د څو آیاتونو په تلاوت سره پيل شوه او ورپسې د عدليې وزارت د تقنین لوی رییس مفتي فضل هادي صاحب زاده د موضوع په اړه خبرې وکړې او ویې ویل چې د اسلامي امارت ټولې ادارې په ځانګړي توګه د عدليې وزارت ژمن دی چې خلکو له پاره د یو ښه ژوند سهولتونه برابر کړي. نوموړي زیاته کړه چې په همدغه منظور د مدافع وکیلانو ریاست له عدلیې وزارت سره ادغام شو ترڅو له دغه ریاست څخه ملاتړ وشي او هغوی له پاره لازمې آسانتیاوې رامنځ ته شي.

.

د تقنین لوی رییس، ددغې آزموینې د جوړېدلو موخه ټولنې ته د وړ او صادق مدافع وکیل وړاندې کول وبلل او ویې ویل چې دغه وزارت تر دې دمه د مدافع وکیلانو کابو ۱۳۰۰ جواز لیکوونه تمدید کړي دي. نوموړي ددغې آزموینې د کمېټو په اړه هم معلومات وړاندې کړل او ویې ویل چې دغه وزارت په پام کې لري چې د مدافع وکیلانو د ارتقا په منظور، ددفاع وکالت د ستاژ برنامه هم راتلونکي کال کې په یاد وزارت کې پیل کړي.

په دغو مراسمو کې، د عدليې وزارت سرپرست شیخ الحدیث مولوي عبدالحکیم شرعي د مدافع وکیلانو د خپلواک انجمن مخینې په اړه معلومات وړاندې کړل، ویې ویل چې دغه اداره د اسلامي امارت په تېر دور کې د عدليې وزارت په تشکیل کې د مدیریت په شکل جوړه شوه او وروسته بیا د وخت رییس جمهور کرزي د حکومت په وخت کې د مدافع وکیلانو په خپلواک انجمن بدله شوه. نوموړي زیاته کړه چې د اسلامي امارت په بیاځل بریالیتوب سره زیات شمېر مدافع وکیلانو عدليې وزارت ته مراجعه وکړه او شکایتونه یې درج کړل. د هغه په وینا عدليې وزارت د مدافع وکیلانو د شکایتونو او ستونزو ته د رسیدګۍ په منظور، وړاندیز وکړ چې دغه اداره بیاځل له عدليې وزارت سره یوځای شي.

.

دغه راز د عدليې وزارت سرپرست وویل، سره له دې چې مدافع وکیلان د عدليې وزارت تر چتر لاندې فعالیت ترسره کوي، په خپلو کارونو کې خپلواک دي او هیڅوک به د هغوی په کارونو کې مداخله و نه کړي. نوموړي زیاته کړه چې دغه وزارت د مدافع  وکیلانو له پاره یوه لایحه جوړه کړې او کار پرې روان دی چې دغه لایحه د مدافع وکیلانو په قانون بدله شي.

د عدلیې وزارت سرپرست له مدافع وکیلانو څخه وغوښتل چې خپل نیت صفا کړي او خلکو ته د خدمت په نیت او د الله تعالی د رضا په منظور کار وکړي او خپل کارونو کې له افراط او تفریط څخه ډډه وکړي.

.

په دغو مراسمو کې د عدليې وزارت مسلکي معین شیخ الحدیث مولوي عبدالکریم حیدر هم له عدليې وزارت سره د مدافع وکیلانو د ادغام د دلیل په اړه وینا وکړه او ویې ویل چې خلکو ته د ښه خدمت وړاندې کولو او د مدافع وکیلانو د ستونزو هوارولو او مدافع وکیلانو له پاره د یو پیاوړي ملاتړ رامنځ ته کولو په منظور، یاد ریاست له عدلیې وزارت سره ادغام شوی دی.

نوموړي وویل چې هر مدافع وکیل باید په اخلاص، صداقت او اسلامي اخلاقو سره خلکو ته خدمت وکړي ترڅو د عدليې وزارت استازولي وشي کولای. نوموړي زیاته کړه چې د مدافع وکیلانو ریاست له پاره لازیات سهولتونه برابر شوي، ولایتونو کې د مدافع وکیلانو له کارونو څخه به هم نظارت وشي.

.

په همدې حال کې د عدليې وزارت مالي او اداري معین مولوي عبدالغني فایق هیله څرګنده کړه، چې مدافع وکیلان په ورودي آزموینې کې له بریالیتوب څخه وروسته وشي کولای د افغانستان دردیدلي ولس ته د خدمت جوګه شي.

د عدليې وزارت اداري معین وویل چې دغه وزارت ژمن دی چې د قانون او شریعت په چوکاټ کې صادق او مسلکي مدافع وکیلان د خلکو د ستونزو د هوارولو په منظور ټولنې ته وړاندې کړي. نوموړي مدافع وکیلانو ته په خطاب سره وویل چې خپل کارونو کې له بشپړ اخلاص، صداقت او امانت دارۍ څخه کار واخلي.

.

په پای کې، د مدافع وکیلانو رییس مولوي سید حبیب الحبیب د آزموینې او د هغې د پوښتنو په اړه معلومات وړاندې کړل او د آزموینې پروسه یې رسماً پیل کړه.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۳/۱۰/۲۹ - ۱۴:۱۳
Background image

د عدلیې وزارت د امارت د قضایاوو د عمومي ریاست د مالي، اداري او سوداګریزو قضایاوو نوی رئیس معرفي شو

 محترم مولوي رحمت ګل چې د عدلیې وزارت د وړاندیز او د اسلامي امارت د ریاست الوزراء د عالي مقام د منظورۍ په اساس د یاد وزارت د امارت د قضایاوو  دعمومي ریاست د مالي، اداري او سوداګریزو. . .

شنبه ۱۴۰۳/۱۰/۲۹ - ۱۳:۴۱
Background image

په لوګر ولایت کې د یو شمېر موټر پلورنځیو نظارت کېدل

 د لوګر ولایت د عدلیې ریاست نظارتي پلاوي د ولایت د مقام او استخباراتو رياست د استازو په ملتيا د رجب المرجب د میاشتې په ۱۱ مه نېټه د يکشنبې په ورځ په یاد ولایت کې له ۱۲ موټر پلورنځیو څخه. . .

شنبه ۱۴۰۳/۱۰/۲۹ - ۱۳:۳۳
Background image

د غزني ولایت د عدلیې ریاست او مدافع وکیلانو ترمنځ د همغږۍ ناسته جوړیدل

 د غزني ولایت له مدافع وکیلانو سره د یاد ولایت د عدلیې ریاست د همغږۍ ناسته د رجب المرجب د مياشتې په ۱۲ مه نېټه د دوشنبې په ورځ د عدلیې رئیس مولوي مطیع الحق عثمان په مشرۍ او د یاد ریاست. . .

BACK TO NEWS