۲۲ متقاضیانو ته د معاملاتو د لارښوونې د فعالیت جوازلیکونه وویشل شول

hakeem_admin
یکشنبه ۱۴۰۳/۱/۱۹ - ۱۳:۳۵
.

د عدليې وزارت د انسجام لوی ریاست د معاملاتو د لارښوونې او د عریضه لیکونکو چارو ریاست د روژې د میاشتې په ۲۸ نېټه د یکشنبې په ورځ یو شمېر غوښتونکو ته، د معاملاتو د لارښوونې د فعالیت جوازلیکونه وویشل.
په دغو مراسمو کې چې په همدې مناسبت په عدلیې وزارت کې جوړ شوي وو، د الله تعالی د سپیڅلي کلام د څو آیاتونو په تلاوت سره پیل شول او د عدليې وزارت د معاملاتو د لارښوونې او د عریضه لیکونکو چارو رئیس مولوي سکندر یحیی عابد او د یاد وزارت نورو مسؤلینو په کې ګډون درلود
په دغو مراسمو کې د عدليې وزارت د معاملاتو د لارښوونې او د عریضه لیکونکو د چارو رئیس د موضوع په تړاو خبرې وکړې او د معاملاتو د لارښوونې د فعالیت له جواز غوښتونکو سره یې لازم معلومات شریک کړل او هغوی یې خپلو مسؤولیتونو او مکلفیتونو ته متوجه کړل
په یادو مراسمو کې، د معاملاتو د لارښوونې د فعالیت جواز غوښتونکو ته له دې دندې او د هغوی له مکلفیتونو سره د لازیاتې پېژندګلوۍ په منظور پوهاوی او لازم معلومات ورکړل شول او ۲۲ تنو غوښتونکو ته، د معاملاتو د لارښوونې د فعالیت جوازلیکونه، وویشل شول.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۳/۲/۱۱ - ۱۴:۵۸
Background image

د پکتیا ولایت د ماشومانو د اصلاح او روزنې په مرکز کې د حقوقي پوهاوي ورکولو برنامه جوړول

د پکتیا ولایت د عدلیې ریاست د حقوقي مساعدتونو آمریت د شوال د مياشتې په ۲۱ مه نېټه د سه شنبې په ورځ د ياد ولایت د ماشومانو د اصلاح او روزنې په مرکز کې د حقوقي پوهاوي ورکولو برنامه جوړه. . .

یکشنبه ۱۴۰۳/۲/۹ - ۱۶:۲۸
Background image

په مرکز کې د ولایتونو د غصب شویو ځمکو د تشخیص او تثبیت تخنیکي هیئتونو لپاره د زده کړه ییز سیمینار پای

د ولایتونو د غصب شویو ځمکو د تشخیص او تثبیت تخنیکي هیئتونو لپاره شپږ ورځنی زده کړه ییز سیمینار چې د ځمکو له غصب څخه د مخنیوي او د غصب شویو ځمکو د استرداد کمېسیون له لوري جوړ شوی وو، د. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۳/۲/۴ - ۱۵:۵۸
Background image

د عدلیې او د صنعت او سوداګرۍ وزارتونو او کسب‌ګرو خونې ترمنځ د همغږۍ ناسته جوړیدل

د عدلیې او د صنعت او سوداګرۍ  وازرتونو او کسبګرو خونې د ګډې کمېټي ناسته چې د یادې خونې د ستونزو د حل په موخه ټاکل شوې وه، د عدلیې وزارت په مقر کې جوړه شوه.

دغه ناسته د شوال د میاشتې. . .

BACK TO NEWS