په کندز ولایت کې له يو شمېر دارالوکالو څخه نظارت ترسره شو

barekzai_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۳/۱۱/۹ - ۱۰:۵۶
.

 په کندز ولایت کې د شمال ختيځ زون د مدافع وکيلانو آمريت نظارتي پلاوي د جمادي الثاني د میاشتې په ۲۴ مه نېټه د شنبې په ورځ، په دغه ولایت کې له ۶ دارالوکالو څخه نظارت ترسره کړ او د هغو فعالیتونه یې بررسي کړل.
نظارتي پلاوي د دغه نظارت په ترڅ کې د یادو دارالوکالو دفترونه، جوازلیکونه، لوحې او نور سندونه بررسي کړل.
پلاوي، د یادو دارالوکالو نیمګړتیاوې مشخصې کړې او د نیمګړتیاو د لرې کولو په هکله یې د هغو متصدیانو ته لازمې توصیې وکړې.
همدارنګه، د دغه نظارت په ترڅ کې مدافع وکيلانو هم خپلې شته ستونزې نظارتي پلاوي سره شريکې کړې او د حل غوښتونکي شول چې د حل په برخه کې ډاډ ورکړل شو.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۳/۱۱/۲۴ - ۱۵:۲۱
Background image

په ننګرهار ولایت کې د ۹ دارالوکالو نظارت او بررسي

د ننګرهار ولایت د عدلیې رياست د مدافع وکيلانو آمريت نظارتي پلاوي، د شعبان د مياشتې په ۱۲ مه نېټه د سه‌شنبې په ورځ، د دغه ولایت د مرکز، جلال آباد ښار اړوند په څلورمه ناحیه کې له ۹. . .

چهارشنبه ۱۴۰۳/۱۱/۲۴ - ۱۵:۱۵
Background image

په ننګرهار کې د معاملاتو لارښوونې د دفترونو ۸ تنو متصدیانو لپاره زده‌کړه ییزه برنامه جوړه شوه

د ننګرهار عدلیې ریاست د یاد ولایت د چپرهار ولسوالۍ اړوند د معاملاتو لارښوونې د دفترونو ۸ تنو متصدیانو لپاره یو ورځنۍ زده کړه ییزه برنامه جوړه کړه.
په دې برنامه کې چې د شعبان د میاشتې په. . .

چهارشنبه ۱۴۰۳/۱۱/۲۴ - ۱۵:۷
Background image

په کندز ولایت کې له يو شمېر دارالوکالو څخه نظارت ترسره شو

په کندز ولایت کې د شمال ختيځ زون د مدافع وکيلانو آمريت نظارتي پلاوي د شعبان د میاشتې په ۱۲ مه نېټه د سه‌شنبې په ورځ، د دغه ولایت په مرکز کې له ۵ دارالوکالو څخه نظارت ترسره کړ او د هغو. . .

BACK TO NEWS