په پکتیکا ولایت کې د ۲۰۰ زره جریبه ځمکې بررسي کېدل

barekzai_admin
پنجشنبه ۱۴۰۳/۱۱/۴ - ۱۳:۱۲
.

د پکتیکا ولایت د ځمکو  له غصب څخه د مخنيوي تخنيکي هيئت د رجب المرجب د مياشتې په ۱۳ مه نېټه، د سه‌شنبې په ورځ، د غصب شويو ساحو د بررسۍ په موخه د یاد ولایت د ډيلې ولسوالۍ اړوند ډګري ساحې ته سفر وکړ.

تخنيکي هیئت د یادې ولسوالۍ له ولسوال او نورو سیمه ییزو مسؤولینو او اوسېدونکو سره وکتل او په دغه ولایت کې یې د ځمکو له غصب څخه د مخنیوي تخنیکي هیئت د جوړیدو او د یو شمېر نورو موضوعاتو په تړاو معلومات وړاندې کړل.

وروسته تخنيکي هيئت په یاده ساحه کې کابو دوه سوه زره (۲۰۰۰۰۰) جریبه ځمکه له نږدې بررسي کړه او د ولسوالۍ له مسؤولينو څخه یې غوښتنه وکړه چې د موضوع تر نهايي کېدو پوري د هر ډول نويو تصرفاتو مخه ونيسي.

په ورته مهال تخنيکي هيئت د سیمې له اوسېدونکو سره په خبرو کې وویل چې که چیرې دوی د یادو ځمکو اړوند اسناد ولري، نو باید هغه د تخنيکي هيئت سره شریک کړي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۳/۱۲/۲۳ - ۱۰:۱۹
Background image

د کابل ښار په دوهمه ناحیه کې له یو شمېر دارالوکالو څخه نظارت ترسره شو

 د اسلامي امارت د عدلیې وزارت د مدافع وکیلانو ریاست نظارتي پلاوي، د کابل ښار په دوهمه ناحیه کې د یو شمېر دارالوکالو فعالیتونه نظارت او بررسي کړل.
دغه نظارت او بررسي د روژې د مياشتې په ۹. . .

پنجشنبه ۱۴۰۳/۱۲/۲۳ - ۱۰:۶
Background image

د لغمان ولایت د عدلیې او کرنې ریاستونو ترمنځ د همغږۍ ناسته جوړه شوه

 د لغمان ولایت د عدلیې رئيس مولوي عبدالستار حماس، د روژې د مياشتې په ۹ مه نېټه د یکشنبې په ورځ، د یاد ولایت د کرنې له رئيس عبدالستار محمد سره د همغږۍ ناسته جوړه کړه.
په دې ناسته کې چې د. . .

پنجشنبه ۱۴۰۳/۱۲/۲۳ - ۱۰:۰
Background image

د پکتیا ولایت عدلیې رئيس د یاد ولایت د خیریه بنسټونو له یو شمېر مسؤولینو سره وکتل

 د پکتیا ولایت د عدلیې رئيس مولوي فاتح الله فاتح د روژې د مياشتې په ۱۲ مه نېټه د چهارشنبې په روځ، د یاد ولایت د خيریه بنسټونو له یو شمېر مسؤولينو سره د یاد رياست په مقر کې وکتل.
په دې. . .

BACK TO NEWS