په هرات ولایت کې د معاملاتو لارښوونې له ۱۸ دفترونو څخه نظارت ترسره شو

barekzai_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۲ - ۱۲:۱۵
.

 د هرات ولایت د عدلیې رياست نظارتي پلاوي د روژې د مياشتې په ۱۱مه نېټه د ‌شنبې په ورځ، په هرات ښار کې د معاملاتو لارښوونې له ۱۸ دفترونو څخه نظارت ترسره کړ او د هغو فعاليتونه یې بررسي کړل.

د یاد نظارت په ترڅ کې د دغو دفترونو د فعاليت جوازونه، رسمي سټې، لوحې او یو شمېر نور اړين اسناد بررسي شول.

نظارتي پلاوي د معاملاتو لارښوونې د یادو دفترونو په فعاليتونو کې یو شمېر ستونزې او نيمګړتياوې هم مشخصې کړې او د ستونزو د لرې کولو او د کاري چارو ښه پر مخ وړلو په موخه یې د یادو دفترونو متصديانو ته لازمې توصیې وکړې.

د هرات د عدلیې رياست په دوامداره توګه له اړوندو برخو څخه نظارت ترسره کوي ترڅو د غيرقانوني فعاليتونو مخنيوی وشي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۴ - ۱۲:۴
Background image

د عدلیې وزیر د مسؤولینو په صادقانه کار او مسؤولیت منلو ټینګار وکړ

 د اسلامي امارت د عدلیې وزیر، محترم شیخ الحدیث مولوي عبدالحکیم شرعي د دې وزارت د رهبرۍ شورا په ناسته کې د عدلیې وزارت د مسؤولینو په مسؤولیتمنلو، صادقانه خدمت او په خپل وخت د کاري چارو. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۴ - ۱۱:۱۱
Background image

په ننګرهار ولایت کې د ۲ خیریه بنسټونو او ۲ اتحادیو دفترونه وتړل شول

 د ننګرهار ولایت د عدلیې رياست نظارتي پلاوي، د ذوالحجې د میاشتې په ۲مه نېټه د سه شنبې په ورځ د یاد ولایت د مرکز، جلال اباد ښار په بېلابېلو ساحو کې له یو شمېر خیریه بنسټونو او اتحادیو. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۴ - ۱۱:۳
Background image

په کابل ښار کې ۴ دارالوکالې وتړل شوې

 د عدلیې وزارت د مدافع وکیلانو ریاست نظارتي پلاوي، په تېره اونۍ کې د کابل ښار په درېيمه ناحیه کې د ۲۲ دارالوکالو فعالیتونه نظارت او بررسي کړل.

د دغه نظارت په ترڅ کې د یادو دارالوکالو د. . .

BACK TO NEWS