په نيمروز ولایت کې د معاملاتو لارښوونې له ۱۹ دفترونو څخه نظارت ترسره شو

barekzai_admin
شنبه ۱۴۰۴/۱۱/۲۵ - ۱۳:۵۴
.

 د نيمروز ولایت د عدلیې ریاست په مشرۍ د کورونو د کرایې د کنټرول ګډې کمېټې د شعبان د میاشتې په ۱۵مه نېټه، د سه‌شنبې په ورځ، په دغه ولایت کې د معاملاتو لارښوونې له ۱۹ دفترونو څخه نظارت ترسره کړ.
د دغه نظارت په ترڅ کې د یادو دفترونو د فعاليت جوزاونه، رسمي سټې، د معاملاتو څرنګوالی او یو شمېر نور اړين اسناد بررسي شول.
د یاد نظارت په ترڅ کې د معاملاتو لارښوونې دفترونو متصديانو ته توصیه وشوه، چې له هغو معاملاتو څخه ډډه وکړي چې د کورونو د کرایې د لوړېدو لامل ګرځي او همدارنګه د هغو کورونو په کرایې ورکولو څخه هم چې د ۱۴۰۳ کال په پرتله یې کرایه له لس سلنې څخه ډېره شوې وي، ډډه وکړي. 
د کورونو د کرایې د کنټرول ګډه کمېټه په مرکز کې د عدلیې وزارت په مشرۍ او په ولایتونو کې د عدلیې ریاستونو په مشرۍ په جدي ډول د کورونو د کرایې له قراردادونو څخه نظارت ترسره کوي او د کرایې د زیاتوالي د مشاهدې په صورت کې به له سرغړونکو اشخاصو سره جدي چلند وکړي.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۴/۱۱/۲۵ - ۱۴:۵۶
Background image

د ارزګان ولایت د عدلیې ریاست اداري ناسته جوړیدل

 د ارزګان ولایت د عدلیې ریاست اداري ناسته د شعبان د مياشتې په ۱۵مه نېټه، د سه‌شنبې په ورځ، د یاد ولایت د عدلیې رئیس مولوي خیرالله حق نماء او د دغه رياست د آمرینو او کارکوونکو په ګډون. . .

شنبه ۱۴۰۴/۱۱/۲۵ - ۱۴:۳
Background image

په سمنګان کې د معاملاتو لارښوونې له ۸ دفترونو څخه نظارت ترسره شو

 د سمنګان ولایت د عدلیې رياست په مشرۍ ګډ نظارت پلاوي، د شعبان د مياشتې په ۱۶ مه نېټه د چهارشنبې په ورځ د دغه ولایت په کچه د معاملاتو لارښوونې له ۸ دفترونو او ۷ استوګنیز بلاکونو څخه. . .

شنبه ۱۴۰۴/۱۱/۲۵ - ۱۳:۵۴
Background image

په نيمروز ولایت کې د معاملاتو لارښوونې له ۱۹ دفترونو څخه نظارت ترسره شو

 د نيمروز ولایت د عدلیې ریاست په مشرۍ د کورونو د کرایې د کنټرول ګډې کمېټې د شعبان د میاشتې په ۱۵مه نېټه، د سه‌شنبې په ورځ، په دغه ولایت کې د معاملاتو لارښوونې له ۱۹ دفترونو څخه نظارت. . .

BACK TO NEWS