په ننګرهار ولایت کې د معاملاتو لارښوونې او موټر پلورنځيو له ۱۳ دفترونو څخه نظارت ترسره شو

د ننګرهار ولایت د عدليې ریاست نظارتي پلاوي، د صفرالمظفر د مياشتې په ۴مه نېټه د سهشنبې په ورځ، د دغه ولایت د غني خيلو ولسوالۍ اړوند په مارکو بازار کې د معاملاتو لارښوونې او موټر پلورنځيو له ۱۳ دفترونو څخه نظارت ترسره کړ.
مؤظف نظارتي پلاوي د یادو دفترونو د فعالیت جوازونه، د ثبت کتابونه، د پېر او پلور قانونيتوب، رسمي سټې او یو شمېر نور اړين اسناد بررسي کړل.
مؤظف پلاوي د یاد نظارت پر مهال یو موټر پلورنځی چې له قانوني جواز پرته یې فعالیت ترسره کاوه وتاړه او د پاتې نورو موټرپلورنځیو او د معاملاتو لارښوونې متصديانو ته یې د موجودو نيمګړتياوو د لرې کولو او د کاري چارو ښه پرمخ وړلو په موخه لازمې توصیې وکړې.
د عدلیې وزارت په مرکز او د عدلیې ریاستونه په ولایتونو کې په دوامداره توګه له اړوندو برخو څخه نظارت ترسره کوي تر څو د غیر قانوني فعالیتونو مخه ونیول شي.