په پکتیا ولایت کې د سرو زرو له یو شمېر پلورنځيو څخه نظارت ترسره شو

barekzai_admin
پنجشنبه ۱۴۰۴/۵/۹ - ۱۱:۵۳
.

 د پکتیا ولایت د عدليې ریاست نظارتي پلاوي د صفر‌المظفر د مياشتې په ۴مه نېټه د سه‌شنبې په ورځ د امر بالمعروف او نهی عن المنکر او د زرګرانو اتحادیې د استازو په ګډون د دغه ولایت د څمکنۍ ولسوالۍ د زرګرۍ له یو شمېر پلورنځيو څخه نظارت ترسره کړ.
پلاوي د یاد نظارت پر مهال د طلا د عيار او د نقرې نرخونه او ځینې نور اړين موارد بررسي کړل چې په ترڅ کې یو شمېر ستونزې او نيمګړتياوې مشخصې شوې.
مؤظف پلاوي د دغو ستونزو د لرې کولو او همدارنګه د کاري چارو ښه پرمخ وړلو په موخه د یادو شویو سرو زرو پلورنځيو مسؤولينو ته لازمې توصیې وکړې.
د عدلیې وزارت په مرکز او د عدلیې ریاستونه په ولایتونو کې په دوامداره توګه له اړوندو برخو څخه نظارت ترسره کوي تر څو د غیر قانوني فعالیتونو مخه ونیول شي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۷ - ۱۳:۴
Background image

د عدلیې وزارت په مدرسة العدالة کې د حدیثو لویې دورې او د نورو درجو د درسونو پیل

 د عدلیې وزارت په مدرسة العدالة کې د شوال د میاشتې په ۲۹مه نېټه د پنجشنبې په ورځ د حدیثو لویې دورې د پنځمې دورې په شمول او د نورو درجو درسونو پیل او په رسمي توګه د یاد وزارت د مقاماتو. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۷ - ۱۰:۵۷
Background image

په ننګرهار ولایت کې یوه دارالوکاله د غير قانوني فعاليت له امله وتړل شوه

 د ننګرهار ولایت د عدلیې رياست د مدافع وکيلانو آمريت نظارتي پلاوي، د شوال د مياشتې په ۲۷مه نېټه د سه شنبې په ورځ د دغه ولایت د مرکز، جلال آباد ښار اړوند په څلورمه ناحیه کې له یو شمېر. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۷ - ۱۰:۴۸
Background image

په لغمان ولایت کې د سرو زرو له یو شمېر هټیو څخه نظارت ترسره شو

 د ننګرهار او لغمان ولایتونو د عدلیې، د امر بالمعروف، د استخباراتو ریاستونو او د زرګرانو د اتحادیو د مسؤولینو ګډ نظارتي پلاوي، د شوال د میاشتې په ۲۴مه نېټه د شنبې په ورځ، د لغمان ولایت. . .

BACK TO NEWS