په ننګرهار ولایت د یو شمېر اتحاديو له دفترونو څخه نظارت ترسره شو

barekzai_admin
چهارشنبه ۱۴۰۴/۵/۸ - ۱۵:۷
.

 د ننګرهار ولایت د عدلیې ریاست نظارتي پلاوي د صفر‌المظفر د میاشتې په ۳مه نېټه د دوشنبې په ورځ، د دغه ولایت په مرکز جلال‌آباد ښار کې د یو شمېر اتحاديو له دفترونو څخه نظارت ترسره کړ او د هغو فعالیتونه یې بررسي کړل.
نظارتي پلاوي د دغه نظارت په ترڅ کې د یادو اتحادیو اړوند د فعاليت جوازونه، رسمي مهرونه، مالي راپورونه او له یو شمېر نورو موضوعاتو څخه نظارت ترسره کړ.
د دغه نظارت په ترڅ کې د یادو اتحادیو یو شمېر نيمګړتياوې مشخصې شوې او مسؤولينو ته یې توصيه وشوه چې خپلې موجودې ستونزې او نيمګړتياوې حل کړي.
د عدلیې وزارت په مرکز او د عدلیې ریاستونه په ولایتونو کې، په دوامداره توګه له اړوندو برخو څخه نظارت او بررسي ترسره کوي تر څو د غير قانوني فعاليتونو مخه ونيول شي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۵/۹ - ۱۲:۲
Background image

د عدلیې وزارت د مدافع وکیلانو د رياست نوی رئيس معرفي شو

 د عدلیې وزارت د کارکوونکو د چارو رئيس، محترم مفتي رحمت الله حليم د یوې غونډې په ترڅ کې د یاد وزارت د مدافع وکیلانو د رياست  نوی رئيس چې د عدلیې وزارت د وړاندیز او د رياست الوزرا د عالي. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۵/۹ - ۱۱:۵۳
Background image

په پکتیا ولایت کې د سرو زرو له یو شمېر پلورنځيو څخه نظارت ترسره شو

 د پکتیا ولایت د عدليې ریاست نظارتي پلاوي د صفر‌المظفر د مياشتې په ۴مه نېټه د سه‌شنبې په ورځ د امر بالمعروف او نهی عن المنکر او د زرګرانو اتحادیې د استازو په ګډون د دغه ولایت د څمکنۍ. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۵/۹ - ۱۱:۴۴
Background image

په پکتیا ولایت کې د غير قانوني فعالیت له امله ۵ موټر پلورنځي وتړل شول

 د پکتیا ولایت د عدليې ریاست نظارتي پلاوي، د صفر‌المظفر د مياشتې په ۵مه نېټه د چهارشنبې په ورځ، د دغه ولایت په څمکنۍ ولسوالۍ کې له یو شمېر موټر پلورنځیو څخه نظارت ترسره کړ.
مؤظف نظارتي. . .

BACK TO NEWS