په لوګر ولایت کې ۶ موټر پلورنځي د غيرقانوني فعاليت له امله وتړل شول

barekzai_admin
پنجشنبه ۱۴۰۴/۴/۱۲ - ۱۲:۵
.

 د لوګر ولایت د معاملاتو لارښوونې د دفترونو  ګډ نظارتي پلاوي د محرم‌الحرام د مياشتې په ۵مه نېټه د سه‌شنبې په ورځ، په دغه ولایت کې له د موټر پلورنځیو له يو شمېر دفترونو څخه نظارت ترسره کړ.
دغه نظارتي پلاوي چې د لوګر ولایت د عدلیې رياست، امنيه قوماندانۍ او مستوفیت استازي په‌کې شامل دي د یادو دفترونو د فعالیت جوازونه، د ثبت کتابونه، رسمي سټې او یو شمېر نور اړين اسناد بررسي کړل.
مؤظف پلاوي د یاد نظارت پر مهال د موټر پلورنځيو ۶ دفترونه چې له قانوني جواز پرته یې فعالیت کاوه وتړل او د پاتې نورو دفتروتو متصديانو ته یې د موجودو نيمګړتياوو د لرې کولو او د کاري چارو ښه پرمخ وړلو په موخه لازمې توصیې وکړې.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۴/۱۲ - ۱۲:۵
Background image

په لوګر ولایت کې ۶ موټر پلورنځي د غيرقانوني فعاليت له امله وتړل شول

 د لوګر ولایت د معاملاتو لارښوونې د دفترونو  ګډ نظارتي پلاوي د محرم‌الحرام د مياشتې په ۵مه نېټه د سه‌شنبې په ورځ، په دغه ولایت کې له د موټر پلورنځیو له يو شمېر دفترونو څخه نظارت ترسره. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۴/۱۲ - ۱۱:۴۶
Background image

په ننګرهار ولایت کې د څه باندې ۱۰۹ جریبه امارتي ځمکې تشخيص

 د ننګرهار ولایت د ځمکو له غصب څخه د مخنیوي تخنیکي هیئت ناسته د محرم‌الحرام د مياشتې په ۶مه نېټه د چهارشنبې په ورځ، د دغه هيئت د رئيس او غړو په ګډون جوړه شوه.
د تخنيکي هيئت په دې ناسته. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۴/۱۲ - ۱۱:۲۹
Background image

د هرات د عدلیې رئیس له بېرته راستنېدونکو کډوالو سره د خیریه بنسټونو پر جدي همکاریو ټینګار وکړ

 د هرات ولایت د عدلیې رئیس، مولوي یار محمد جانان خادمی، د محرم الحرام د میاشتې په ۳ مه نېټه د یکشنبې په ورځ، د عدلیې ریاست په مقر کې د دغه ولایت د خيريه بنسټونو له یو شمېر مسؤولينو سره. . .

BACK TO NEWS