په سمنګان کې د معاملاتو لارښوونې له ۸ دفترونو څخه نظارت ترسره شو
د سمنګان ولایت د عدلیې رياست په مشرۍ ګډ نظارت پلاوي، د شعبان د مياشتې په ۱۶ مه نېټه د چهارشنبې په ورځ د دغه ولایت په کچه د معاملاتو لارښوونې له ۸ دفترونو او ۷ استوګنیز بلاکونو څخه نظارت ترسره کړ او د هغو فعاليتونه یې بررسي کړل.
نظارتي پلاوي د دغه نظارت په ترڅ کې د یادو دفترونو د فعاليت جوازونه، د پېر او پلور قانونيتوب، د معاملاتو څرنګوالی او یو شمېر نور اړين اسناد بررسي کړل.
د یاد نظارت پر مهال نظارتي پلاوي د یادو دفترونو متصديانو او د بلاکونو مسؤولينو ته توصیه وکړه چې له هغو معاملاتو څخه ډډه وکړي چې د کورونو د کرایې د لوړېدو لامل ګرځي او همدارنګه د هغو کورونو په کرایې ورکولو څخه هم چې د ۱۴۰۳ کال په پرتله یې کرایه له لس سلنې څخه ډېره شوې وي، ډډه وکړي.
د سمنګان ولایت د عدلیې ریاست په یاد ولایت کې په دوامداره توګه له اړوندو برخو څخه نظارت ترسره کوي تر څو د غير قانوني فعاليتونو مخنيوی وشي.
