په تېرو درېيو مياشتو کې له ۲۳۳ دارالوکالو څخه نظارت ترسره شوی دی
د عدلیې وزارت د مدافع وکیلانو ریاست نظارتي پلاوي، د تېرو درېيو مياشتې په ترڅ کې په کابل او مرکزي زون ولایتونو کې د ۲۳۳ دارالوکالو فعالیتونه نظارت او بررسي کړل.
د دغه نظارت په ترڅ کې د یادو دارالوکالو د وکيلانو د فعالیت جوازونه، مُهرونه، لوحې، د ثبت کتابونه او یو شمېر نور موضوعات تر بررسۍ لاندې نيول شوي چې په ترڅ کې یې ۱۶ دارالوکالې د یو شمېر غیر قانوني فعاليتونو له امله تړل شوې دي.
همدارنګه نظارتي پلاوي د پاتې نورو دارالوکالو نيمګړتياوې او ستونزې مشخصې کړې او د حل په برخه کې یې د هغو متصديانو ته لازمې توصيې وکړې.
دغه راز، ياد رياست په همدې موده کې ۸۸ مدافع وکیلانو ته د فعاليت نوي جوازونه ويشلي او د ۲۹۱ مدافع وکیلانو د فعاليت جوازونه یې تمديد کړي دي.
د عدلیې وزارت په مرکز او د عدلیې ریاستونه په ولایتونو کې په دوامداره توګه له اړوندو برخو څخه نظارت ترسره کوي ترڅو د غیر قانوني فعاليتونو مخنيوی وشي.
