د کابل ښار په دوهمه ناحیه کې یو شمېر دارالوکالې بررسي شوې
د عدلیې وزارت د مدافع وکیلانو ریاست نظارتي پلاوي، د جماديالآخرې د میاشتې په ۷مه نېټه د یکشنبې په ورځ، د کابل ښار په دوهمه ناحیه کې له ۱۱ دارالوکالو څخه نظارت ترسره کړ.
د یاد نظارت په ترڅ کې ۴ دارالوکالو ته د لوحې، د وکالت کتاب او د وکالت مهر د نهشتون له امله لازمې توصیې وشوې او د دوو دارالوکالو د فعالیت جوازونه د اعتبار مودې د پایته رسېدو له امله ضبط شول.
د یادونې وړ ده چې د عدلیې وزارت د مدافع وکیلانو ریاست په دوامداره توګه د مدافع وکیلانو فعالیتونه څاري او ارزوي، تر څو د هغوی مسلکي چارې د نافذه قوانینو او مقرراتو له مخې تنظیم شي، د مراجعینو حقوق خوندي پاتې شي او خلکو ته معیاري حقوقي خدمتونه وړاندې شي.
