د کابل په شیرپور کې څه باندې ۱۵۵ جریبه ځمکه امارتي تثبیت شوه
د ځمکو له غصب څخه د مخنیوي کمېسیون د کابل ښار د لسمې ناحیې اړوند په شیرپور ساحه کې یوسلو پنځهپنځوس اعشاریه صفر نولس (۱۵۵،۰۱۹) جریبه ځمکه امارتي تثبیت کړه.
د عالیقدر امير المؤمنين حفظه الله تعالی هدایت دی چې، په هرځای کې چې د خلکو کورونه پر مغصوبه ځمکه جوړ شوي وي او دا هم ثابته شوي اوسي چې ځمکه یې غصبي ده، ژر تر ژره یې په اړه اجراآت ترسره شي.
په همدې اساس، یاده ځمکه چې شرقاً د وزیر اکبر خان ۱۶، ۶ او ۱۵ سړکونو، غرباً د قصابۍ له کوڅې، شمالاً د وزیر اکبر خان تپې او له چهارراهي شهید او جنوباً د شیرعلي خان له سړک سره متصله ده، وړاندې له دې د کابل ولایت د ځمکو له غصب څخه د مخنیوي تخنیکي هیئت له لوري بررسي شوې وه.
د یادې بررسۍ په ترڅ کې هیڅ ډول سند چې ثابته کړي دا ځمکه شخصي ده، د متصرفینو له لوري تخنیکي هیئت او کمېسیون ته وړاندې نهشو.
دغه راز د تخنیکي هیئت د بررسیو او د کابل ښاروالۍ د معلوماتو په اساس، دا ځمکه پلاني ده او پهخپلسر ډول او د پلان پر خلاف پهکې تاسیسات جوړ شوي دي.
د ځمکو له غصب څخه د مخنیوي او د غصب شویو ځمکو د استرداد کمېسیون د سندونو او مدارکو، املاکي دفاترو په دقیقې بررسۍ او له اړوندو ادارو څخه د معلوماتو په اخیستلو سره یاده شوې ځمکه د ځمکو له غصب څخه د مخنیوي او د غصب شویو ځمکو د استرداد قانون د شپږمې مادې مطابق امارتي وبلله او د راتلونکو مراحلو تېرولو او په هغې کې د جوړو شویو کورونو د تخلیې په اړه یې لازمې لارښوونې وکړې.
د ځمکو له غصب څخه د مخنیوي قانون د شپږمې مادې لومړۍ فقرې اووم جز کې راغلي دي هغه ځمکې چې په مرکز او ولایتونو کې د ښاروالیو او د امارتي ادارو له لوري په قطعي ډول او یا بېلابېلو عنوانونو پر حقیقي یا حکمي اشخاصو باندې پلورل شوي وي، په هغه صورت کې چې د شرعي احکام پر خلاف وي، کمېسیون د هغو په بررسۍ مؤظف دی.
د امارتي ځمکو له غصب څخه مخنیوی او د غصب شویو ځمکو استرداد د افغانستان اسلامي امارت له اساسي موخو څخه ده چې د ځمکو له غصب څخه د مخنیوي او د غصب شویو ځمکو د استرداد کمېسیون په همدې منظور رامنځته شوی دی.
دا کمېسیون مسؤولیت لري ترڅو امارتي (سلطاني)، عامه مرعی او وقفي غصب شوې ځمکې له غاصبینو او زورواکو او غیر شرعي ذوالید څخه استرداد کړي او دا بهیر د افغانستان په ټولو ولایتونو کې په چټکۍ سره دوام لري.
د ځمکو له غصب څخه د مخنیوي کمېسیون د امارتي ځمکو بررسۍ لپاره د هېواد په څلورو زونونو کې څلور اختصاصي محکمې او په هر ولایت کې د غصب شویو ځمکو د تشخیص او تثبیت یو تخنیکي هیئت هم لري چې دغو موخو ته د رسیدو لپاره کار کوي.