د پکتيا عدليې رئيس د څمکنۍ او ډنډپټان ولسوالیو له ولسوالانو سره وکتل

د پکتيا ولايت د عدليې رئيس مولوي فاتح الله فاتح او ورسره مل پلاوي د ربیع الآخر د مياشتې په ۱۳مه نېټه د دوشنبې په ورځ څمکنۍ او ډنډ پټان ولسوالیو ته سفر وکړ او د یادو ولسوالیو له ولسوالانو او يو شمېر نورو سيمهييزو مسؤولينو سره یې وکتل.
په دې ليدنه کې د پکتيا ولايت عدلیې رئيس د معاملاتو لارښوونې دفترونو، اتحادیو، موټر پلورنځيو، خيريه بنسټونو او عريضهليکونکو اړوندو موضوعاتو په اړه خبرې وکړې او له مسؤولينو سره یې لازم معلومات شريک کړل.
همداراز د عدلیې رئيس او مل پلاوي د دغه سفر په ترڅ کې له ۱۹ موټر پلورنځيو، ۳ خیریه بنسټونو او ۶ عریضه لیکونکو څخه نظارت ترسره کړ.
د عدلیې رئیس د یادو برخو پر متصدیانو ټینګار وکړ چې په خپلو ټولو فعالیتونو کې اسلامي شریعت او د اسلامي امارت نافذه قوانین او اصول رعایت کړي او دغه راز له عریضه لکیونکو یې وغوښتل چې عریضې په واضح متن ولیکي.