د پکتيا عدليې رئيس د څمکنۍ او ډنډپټان ولسوالیو له ولسوالانو سره وکتل

barekzai_admin
Tue, Oct 07 2025 12:00 PM
.

 د پکتيا ولايت د عدليې رئيس مولوي فاتح الله فاتح او ورسره مل پلاوي د ربیع الآخر د مياشتې په ۱۳مه نېټه د دوشنبې په ورځ څمکنۍ او ډنډ پټان ولسوالیو  ته سفر وکړ او د یادو ولسوالیو له ولسوالانو او يو شمېر نورو سيمه‌ييزو مسؤولينو سره یې وکتل.
په دې ليدنه کې د پکتيا ولايت عدلیې رئيس د معاملاتو لارښوونې دفترونو، اتحادیو، موټر پلورنځيو، خيريه بنسټونو او عريضه‌ليکونکو اړوندو موضوعاتو په اړه خبرې وکړې او له مسؤولينو سره یې لازم معلومات شريک کړل.
همداراز د عدلیې رئيس او مل پلاوي د دغه سفر په ترڅ کې له ۱۹ موټر پلورنځيو، ۳ خیریه بنسټونو او ۶ عریضه لیکونکو څخه نظارت ترسره کړ. 
د عدلیې رئیس د یادو برخو پر متصدیانو ټینګار وکړ چې په خپلو ټولو فعالیتونو کې اسلامي شریعت او د اسلامي امارت نافذه قوانین او اصول رعایت کړي او دغه راز له عریضه لکیونکو یې وغوښتل چې عریضې په واضح متن ولیکي.

خبرها

Mon, Sep 05 2022 4:12 PM
Background image

The Ministry of Justice Presented the One Year Report on the Activities and Achievement of This Ministry

Sheikh Abdul Kareem Haidar, the Professional Deputy Minister of Ministry of Justice, presented the one year report on the activities and achievements of this ministry on Sunday, 5th of. . .

Sun, Aug 28 2022 2:56 PM
Background image

Minister of Justice meets with Acting in Charge of UNAMA

Sheikh al-hadeeth Mawlawi Sahib Abdul Hakeem Sharei, the acting minister of justice of Islamic Emirate met with Mr. Markus Potzel, deputy special representative of the secretary general. . .

BACK TO NEWS