د پنجشیر ولایت د عدلیې ریاست اداري ناسته جوړیدل

barekzai_admin
دوشنبه ۱۴۰۴/۴/۲ - ۱۵:۵۰
.

 د پنجشیر ولایت د عدلیې ریاست اداري ناسته، د ذی‌الحجې د میاشتې په ۲۵مه نېټه د یکشنبې په ورځ د پنجشیر ولایت د عدلیې رئیس قاري شکرالله احمد په مشرۍ او د یاد ریاست د آمرینو او کارکوونکو په ګډون جوړه شوه.

په دې ناسته کې، د پنجشیر ولایت د عدلیې رئیس د یاد ریاست کارکوونکو ته د خپلو مسؤولیتونو د ترسره کولو، په نبوي سنتو خپل صورت او سیرت برابرولو، د اخلاص درلودلو، د کارکوونکو ترمنځ د متقابل احترام، له مراجعینو سره د ښه چلند او نورو مواردو په اړه لازمې توصیې وکړې.

په دې ناسته کې له اوامرو څخه د اطاعت، د کارکوونکو د اجراآتو د ارزونې، وخت او حاضرۍ ته د پابندي کولو او نورو مواردو په اړه هم خبرې وشوې او په هکله یې لازم تصامیم ونیول شول.

په دې ناسته کې د یاد ریاست آمرینو او کارکوونکو هم خپلې ستونزې او د کاري چارو ښه والي په منظور وړاندیزونه مطرح کړل

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۴/۴/۲ - ۱۶:۰
Background image

د بغلان ولایت د عدلیې او استیناف محکمې ریاستونو ترمنځ د همغږۍ ناسته جوړه شوه

 د بغلان ولایت د عدلیې رئیس، مولوي امرالله مصلح او مل پلاوي د ذی‌الحجې د میاشتې په ۲۴مه نېټه د شنبې په ورځ د دغه ولایت د استیناف محکمې له رئیس، مولوي محمد صابر حنفي سره د استیناف محکمې. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۴/۲ - ۱۵:۵۰
Background image

د پنجشیر ولایت د عدلیې ریاست اداري ناسته جوړیدل

 د پنجشیر ولایت د عدلیې ریاست اداري ناسته، د ذی‌الحجې د میاشتې په ۲۵مه نېټه د یکشنبې په ورځ د پنجشیر ولایت د عدلیې رئیس قاري شکرالله احمد په مشرۍ او د یاد ریاست د آمرینو او کارکوونکو په. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۴/۲ - ۱۴:۵۹
Background image

په باميان ولایت کې له يو شمېر دارالوکالو څخه نظارت ترسره شو

 د باميان زون د مدافع وکيلانو آمريت نظارتي پلاوي د ذی‌الحجې د میاشتې په ۲۶مه نېټه د دو‌شنبې په ورځ د یاد ولایت په مرکز کې له ۴ دارالوکالو څخه نظارت ترسره کړ او د هغو فعالیتونه یې بررسي. . .

BACK TO NEWS