د ننګرهار عدلیې ریاست او د تورخم ښارګوټي د موټر پلورنځیو مسؤولینو ترمنځ د همغږۍ ناسته ترسره شوه

barekzai_admin
دوشنبه ۱۴۰۴/۵/۲۷ - ۱۵:۲۵
.

 د ننګرهار ولایت د عدلیې ریاست د انسجام آمریت مسؤولینو د صفرالمظفر د میاشتې په ۱۷مه نېټه، د دوشنبې په ورځ د دغه ولایت د مومندره  ولسوالۍ د  تورخم ښارګوټي د موټر پلورنځیو له یو شمېر مسؤولینو سره د همغږۍ ناسته ترسره کړه.
په دې ناسته کې چې د تورخم د کميسارۍ او ښاروالۍ مسؤولينو ګډون درلود د انسجام آمریت مسؤولینو ټینګار وکړ چې د موټر پلورنځیو مسؤولین باید د قانون له مخې د عدلیې له ریاست څخه د فعالیت جواز ترلاسه کړي او ټول اصول دې رعایت کړي.
د موټر پلورنځیو مسؤولینو د قانوني جواز د ترلاسه کولو ډاډ ورکړ او ژمنه یې وکړه چې خپل فعالیتونه به د نافذه قوانینو او مقرراتو په رڼا کې پر مخ وړي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۴/۵/۲۹ - ۱۰:۸
Background image

د عدلیې وزارت د حقوقي مرستو ریاست او د کورنيو چارو وزارت د ارشد امنيتي معينيت ترمنځ د همغږۍ ناسته جوړیدل

 د عدلیې وزارت د حقوقي مرستو رئيس، مولوي جان محمد «محمد طلحه» د کورنيو چارو وزارت دامنيتي ارشد معينیت، د کابل ولایت امنيه قوماندانۍ او د جنايي تحقیقاتو عمومي ریاست له مسؤولینو سره د جلا. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۵/۲۹ - ۹:۵۵
Background image

په پنجشیر ولايت کې د ۴۲ جریبه ځمکې بررسي کېدل

 د پنجشیر ولایت د ځمکو له غصب څخه د مخنیوي تخنیکي هیئت ناسته د صفرالمظفر د مياشتې په ۱۶ مه نېټه د یکشنبې په ورځ، د یاد هیئت د رئیس او غړو په ګډون جوړه شوه.

تخنيکي هيئت په دې ناسته کې د. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۵/۲۷ - ۱۵:۲۵
Background image

د ننګرهار عدلیې ریاست او د تورخم ښارګوټي د موټر پلورنځیو مسؤولینو ترمنځ د همغږۍ ناسته ترسره شوه

 د ننګرهار ولایت د عدلیې ریاست د انسجام آمریت مسؤولینو د صفرالمظفر د میاشتې په ۱۷مه نېټه، د دوشنبې په ورځ د دغه ولایت د مومندره  ولسوالۍ د  تورخم ښارګوټي د موټر پلورنځیو له یو شمېر. . .

BACK TO NEWS