د ننګرهار عدلیې ریاست او د تورخم ښارګوټي د موټر پلورنځیو مسؤولینو ترمنځ د همغږۍ ناسته ترسره شوه

barekzai_admin
Mon, Aug 18 2025 3:25 PM
.

 د ننګرهار ولایت د عدلیې ریاست د انسجام آمریت مسؤولینو د صفرالمظفر د میاشتې په ۱۷مه نېټه، د دوشنبې په ورځ د دغه ولایت د مومندره  ولسوالۍ د  تورخم ښارګوټي د موټر پلورنځیو له یو شمېر مسؤولینو سره د همغږۍ ناسته ترسره کړه.
په دې ناسته کې چې د تورخم د کميسارۍ او ښاروالۍ مسؤولينو ګډون درلود د انسجام آمریت مسؤولینو ټینګار وکړ چې د موټر پلورنځیو مسؤولین باید د قانون له مخې د عدلیې له ریاست څخه د فعالیت جواز ترلاسه کړي او ټول اصول دې رعایت کړي.
د موټر پلورنځیو مسؤولینو د قانوني جواز د ترلاسه کولو ډاډ ورکړ او ژمنه یې وکړه چې خپل فعالیتونه به د نافذه قوانینو او مقرراتو په رڼا کې پر مخ وړي.

خبرها

Mon, Sep 05 2022 4:12 PM
Background image

The Ministry of Justice Presented the One Year Report on the Activities and Achievement of This Ministry

Sheikh Abdul Kareem Haidar, the Professional Deputy Minister of Ministry of Justice, presented the one year report on the activities and achievements of this ministry on Sunday, 5th of. . .

Sun, Aug 28 2022 2:56 PM
Background image

Minister of Justice meets with Acting in Charge of UNAMA

Sheikh al-hadeeth Mawlawi Sahib Abdul Hakeem Sharei, the acting minister of justice of Islamic Emirate met with Mr. Markus Potzel, deputy special representative of the secretary general. . .

BACK TO NEWS