د عدلیې وزارت د حقوقي مرستو ریاست او د کورنيو چارو وزارت د ارشد امنيتي معينيت ترمنځ د همغږۍ ناسته جوړیدل

barekzai_admin
چهارشنبه ۱۴۰۴/۵/۲۹ - ۱۰:۸
.

 د عدلیې وزارت د حقوقي مرستو رئيس، مولوي جان محمد «محمد طلحه» د کورنيو چارو وزارت دامنيتي ارشد معينیت، د کابل ولایت امنيه قوماندانۍ او د جنايي تحقیقاتو عمومي ریاست له مسؤولینو سره د جلا ناستو په ترڅ کې له هغوی سره د همکاریو او همغږیو د پياوړتیا په اړه خبرې وکړې.
دا ناستې په تېرې یوې اوونۍ کې ترسره شوې او د حقوقي مرستو رئیس او ورسره مل پلاوي په‌کې یادو مسؤولینو ته د حقوقي مرستو د ریاست، په جزايي او کورنیو قضیو کې بیوزلو ماشومانو، ښځو، زیانمنو، تورنو او شکمنو ته د وړیا حقوقي مرستو وړاندې کولو، د وړیا حقوقي مشورو ورکولو، په امنیتي حوزو کې د عامه حقوقي پوهاوي برنامو جوړولو او نورو اړوندو موضوعاتو په تړاو معلومات وړاندې کړل.
همداراز نوموړي وویل چې د حقوقي مرستو رياست د اسلامي شريعت په رڼا کې په جزایي او کورنيو  قضيو کې بیوزلو ماشومانو، ښځو، زیانمنو، تورنو او شکمنو ته وړيا حقوقي مرستې او مشورې وړاندې کوي او په کابل او نورو ولایتونو کې د عامه حقوقي پوهاوي برنامو په جوړولو سره  هېوادوالو ته پوهاوی ورکوي.
د کورنیو چارو وزارت د ارشد امنیتي معينیت او د نورو څانګو مسؤولینو په یادو برخو کې د عدلیې وزارت فعالیتونه وستایل او ډاډ یې ورکړ چې د عدلیې وزارت د حقوقي مرستو له ریاست سره به د حقوقي پوهاوي ورکولو د برنامو پلي کولو او نورو حقوقي خدماتو په برخو کې لازمې همکارۍ ترسره کړي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۶/۲۷ - ۱۱:۵۷
Background image

په کندز ولایت کې د معاملاتو لارښوونې له ۲۰ دفترونو څخه نظارت ترسره شو

 د کورونو د کرایې د کنټرول ګډې کمېټې ټيمونو په کندز ولایت کې د کورونو د کرایې د کنټرول په موخه، د ربیع‌الاول د مياشتې په ۲۳مه نېټه د سه‌شنبې په ورځ د کندز ښار اړوند په پنځمې او اتمې. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۶/۲۷ - ۱۱:۴۳
Background image

په ننګرهار ولایت کې د معاملاتو لارښوونې له ۱۳ دفترونو څخه نظارت ترسره شو

 د ننګرهار ولایت د عدليې ریاست نظارتي پلاوي، د ربیع‌الاول د مياشتې په ۲۳مه نېټه د سه‌شنبې په ورځ د دغه ولایت مرکز جلال‌آباد ښار اړوند په درېيمې او څلورمې ناحيو کې د معاملاتو لارښوونې. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۶/۲۷ - ۱۰:۵۳
Background image

په نيمروز ولایت کې د معاملاتو لارښوونې له یو شمېر دفترونو څخه نظارت ترسره شو

 د نيمروز ولایت د عدليې ریاست نظارتي پلاوي، د ربیع الاول د مياشتې په ۲۳مه نېټه د سه‌شنبې په ورځ، د دغه ولایت په مرکز زرنج ښار کې د معاملاتو لارښوونې له ۱۲ دفترونو څخه نظارت ترسره کړ.
مؤ. . .

BACK TO NEWS