د مدافع وکیلانو د فعالیت جواز د تمدید په اړه د عدلیې وزارت خبرتیا

hayat_admin
.

د اسلامي امارت د عدلیې وزارت هغو محترمو مدافع وکیلانو ته چې د فعالیت جواز مودې څخه یې څه باندې ۴۵ ورځې تېرې شوي، خبر ورکوي چې د هغوی د جواز د تجدید غوښتنلیک د اخیستو بهیر، د ۱۴۰۲ کال د سلواغې د میاشتې په ۱۴ نېټه د شنبې په ورځ پیلیږي او د سلواغې د میاشتې تر ۳۰ نېټې پورې دوام لري.

یاد شوي وکیلان دې تر یادې شوې نېټې پورې خپل غوښتنلیکونه د ځنډ دلیل په څرګندولو او د سندونو او مدارکو په وړاندې کولو سره د عدلیې وزارت د مدافع وکیلانو ریاست ته وسپاري او د ټاکلې نېټې څخه وروسته به یې هیڅ ډول دلیل و نه منل شي.

Latest announcements

چهارشنبه ۱۴۰۳/۴/۲۰ - ۱۰:۸
Background image

د ۱۴۰۳ هجري شمسي کال د زمري د میاشتې ۱ نېټې ته د دفاع وکالت د درېیمې دورې ازموینې ځنډېدلو په اړه د عدلیې وزارت خبرتیا

د دفاع وکالت د جواز ټولو هغو غوښتونکو ته چې د دفاع وکالت د ورودي ازموینې دریمې دورې لپاره یې نوم لیکنه کړې وه، خبر ورکول کېږي چې د یادې ازموینې نېټه  د ۱۴۰۳ هجري شمسي کال د چنګاښ د . . .

پنجشنبه ۱۴۰۳/۴/۱۴ - ۱۳:۱۸
Background image

د عدلیې وزارت د مدافع وکیلانو د ریاست خبرتیا

د دفاع وکالت د جواز ټولو هغو غوښتونکو ته چې مخکې یې د دفاع وکالت د ورودي ازموینې دریمې دورې لپاره نوم لیکنه کړې وه او نومونه یې په نهايي نوملړ کې شامل دي، خبر ورکول کېږي چې د دفاع وکالت . . .

چهارشنبه ۱۴۰۳/۳/۲ - ۱۰:۲۰
Background image

د دفاع وکالت د دریم دور ورودي ازموینه کې ګډون لپاره د نوم لیکنې نېټې د تمدید په اړه د عدلیې وزارت خبرتیا

د دفاع وکالت د جواز غوښتونکو ته خبر  ورکول کیږي، چې د دفاع وکالت د دریمې دورې د ورودي ازموینې  لپاره نوم لیکنه د روان کال سر له نن سه شنبې د غبرګولي د میاشتې له لومړۍ نېټې څخه ۲۰ ورځې . . .

Back to announcements