د عدلیې وزارت په مدرسة العدالة کې د حدیثو لویې دورې او د نورو درجو د درسونو پیل

barekzai_admin
پنجشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۷ - ۱۳:۴
.

 د عدلیې وزارت په مدرسة العدالة کې د شوال د میاشتې په ۲۹مه نېټه د پنجشنبې په ورځ د حدیثو لویې دورې د پنځمې دورې په شمول او د نورو درجو درسونو پیل او په رسمي توګه د یاد وزارت د مقاماتو لخوا پرانیستل شوه.
د یادې دورې د پرانیستې په مراسمو کې د عدلیې وزارت مسلکي معین، محترم شیخ الحدیث مولوي عبدالکریم حیدر، د قانون جوړونې د چارو عمومي ریاست مرستیال، محترم شیخ رکن الدین عتیق، د دعوت او ارشاد رئیس، محترم مولوي سعید الرحمن سعید او د یاد وزارت نورو رئیسانو او مسؤولینو حضور درلود.
په دغو مراسمو کې د عدليې وزارت د قانون جوړونې د چارو عمومي ریاست مرستیال، محترم شیخ رکن الدین عتیق وينا وکړه او ویې ويل چې الله تعالی د مسلمانانو د لارښوونې لپاره قرآنکريم رالېږلی دی او د علم او قوي ارادې پرته له دې ستر الهي کتاب څخه ګټه اخيستل ممکن نه دي او هرکله چې انسان پر قرآنکريم پوهه ولري او علم ترلاسه کړي، نو کولای شي د خپل آخرت لپاره ترې ستره ګټه پورته کړي.
هغه ټينګار وکړ چې د لا ډېرو زده کړو په موخه ګډون‌والو ته ډېره ښه زمينه برابره شوې او باید په ښه توګه ترې استفاده وشي.
په دغو مراسمو کې د عدليې وزارت د مدرسة العدالة مدرس، محترم شيخ نظام الدين هم صحیح البخاري کتاب قرائت کړ او د یاد کتاب او د امام بخاري (رح) د شخصیت او مقام په اړه یې هم معلومات وړاندې کړل.
د عدلیې وزارت په مدرسة العدالة کې د حدیثو لویې دورې د پنځمې دورې او د دیني درسونو په نورو درجو کې د عدلیې وزارت او نورو امارتي ادارو کارکوونکي په غیر رسمي وختونو کې برخه اخلي او د یادو درسونو زده کړې ترسره کوي.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۲/۱۹ - ۱۳:۵۳
Background image

په نیمروز ولایت کې د معاملاتو لارښوونې له ۱۴ دفترونو څخه نظارت ترسره شو

 د نيمروز ولایت د عدلیې رياست نظارتي پلاوي، د ذوالقعدې د مياشتې په ۱۸مه نېټه د سې‌شنبې په ورځ د معاملاتو لارښوونې د اصولو او طرزالعمل مطابق د دغه ولايت په مرکز، زرنج ښار کې د معاملاتو. . .

شنبه ۱۴۰۵/۲/۱۹ - ۱۳:۴۷
Background image

په ننګرهار ولایت کې له یو شمېر خيريه بنسټونو څخه نظارت ترسره شو

 د ننګرهار ولایت د عدلیې رياست نظارتي پلاوي، د ذوالقعدې میاشتې په ۱۲مه نېټه د چهارشنبې په ورځ د یاد ولایت د مرکز، جلال اباد ښار په بېلابېلو ساحو کې د خیریه بنسټونو له ۲ دفترونو څخه. . .

شنبه ۱۴۰۵/۲/۱۹ - ۱۳:۳۱
Background image

په ننګرهار کې د معاملاتو لارښوونې له ۱۶ دفترونو څخه نظارت ترسره شو

 د ننګرهار ولایت د عدليې ریاست په مشرۍ ګډ نظارتي پلاوي، د ذوالقعدې د مياشتې په ۱۸مه نېټه د ‌سې‌شنبې په ورځ د دغه ولایت مرکز جلال‌آباد ښار اړوند په درېیمه ناحیه کې د معاملاتو لارښوونې له. . .

BACK TO NEWS