د عدلیې وزارت مسلکي معين د کنړ ولایت له والي سره وکتل

barekzai_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۳/۸/۱۵ - ۱۲:۷
.

د عدلیې وزارت د مسلکي معين، محترم شيخ الحدیث مولوي عبدالکريم حيدر په مشرۍ، ولایتونو ته د یاد وزارت د پلاوي د سفرونو په لړ کې، دغه پلاوي د جمادي الاول د میاشتې په ۲ مه نېټه د دوشنبې په ورځ، کنړ ولایت ته سفر وکړ او د یاد ولایت له سیمه ییزو مسؤولینو سره یې وکتل.

مؤظف پلاوي د دغه سفر په ترڅ کې د کنړ له والي سره وکتل او د یاد ولایت د عدلیې له ریاست سره یې د ولایت د مقام او نورو سیمه ییزو ادارو پر همکارۍ ټینګار وکړ.

د عدلیې وزارت پلاوي د دغه سفر په ترڅ کې د کنړ ولایت له عدلیې ریاست څخه هم لیدنه وکړه او خلکو ته، د دغه رياست د خدمتونو وړاندې کول یې له نږدې بررسي کړل.

دغه راز د عدلیې وزارت مسلکي معین او له هغه سره مل پلاوي د کنړ ولایت، عدلیې ریاست له کارکوونکو او مسؤولینو سره په کتنه کې، هغوی ته د چارو ښه پرمخ وړلو او خلکو ته د خدمت کولو په برخه کې توصیه وکړه او په دې هکله یې لازمې لارښوونې وکړې.

مؤظف پلاوي د کنړ ولایت د عدلیې ریاست د کارکوونکو د فعالیت د څرنګوالي په بررسۍ سره، د کاري نیمګړتیاو لرې کولو په برخه کې هم هغوی ته لازمې توصیې وکړې.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۴/۴/۲۳ - ۱۴:۵۵
Background image

د عدلیې وزیر په کابل کې د اندونیزیا سفارت له شارژدافیر سره وکتل او خبرې وکړې

 د اسلامي امارت د عدليې وزیر، محترم شیخ الحدیث مولوي عبدالحکیم شرعي په کابل کې د اندونیزیا سفارت له شارژدافیر ښاغلي نندا ایوالیست او د هغه له مل پلاوي سره وکتل او خبرې وکړې.

دا لیدنه. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۴/۲۳ - ۱۴:۴۷
Background image

په لغمان ولایت کې له یو شمېر دارالوکالو څخه نظارت ترسره شو

 د لغمان ولایت د عدلیې رياست پلاوي، د محرم‌الحرام د مياشتې په ۱۷مه نېټه د یکشنبې په ورځ په دغه ولایت کې له ۴ دارالوکالو څخه نظارت ترسره کړ او د هغو فعالیتونه یې بررسي کړل.
نظارتي پلاوي. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۴/۲۲ - ۱۵:۷
Background image

په کندز ولایت کې له يو شمېر دارالوکالو څخه نظارت ترسره شو

 په کندز ولایت کې د شمال ختيځ زون د مدافع وکيلانو آمريت نظارتي پلاوي د محرم‌الحرام د مياشتې په ۱۳ مه نېټه د چهارشنبې په ورځ، د دغه ولایت په مرکز کې له یو شمېر دارالوکالو څخه نظارت ترسره. . .

BACK TO NEWS