د عدلیې وزارت مالي او اداري رئیس او د حقوقي مرستو رئیس معرفي شول

waheed
شنبه ۱۴۰۱/۵/۲۲ - ۱۵:۲۴
.

ررررررررتبنتبنتبنیسب یسبینستبنیس د اسلامي امارت د عدلیې وزارت د حقوقي مرستو رئیس او مالي او اداري رئیس د روان کال د محرم الحرام په ۱۵ نېټه د شنبې په ورځ، د یو لړ مراسمو په ترڅ کې د عدلیې وزارت د قانون جوړونې د چارو د انستېتیوت لوی رئیس مفتي فضل هادي صاحب زاده له لوري د دې ریاست کارکوونکو ته معرفي شول، او په کار يې پېل وکړ.

.

په دې مراسمو کې، د مالي او اداري پخوانی رئیس محترم مولوي رحمت الله حقاني د حقوقي مرستو رئیس په حیث په دوه یمه رتبه بست کې او د پلان او پالیسۍ پخوانی رئیس محترم مولوي عبدالقادر شریفي د دې وزارت د مالي او اداري رئیس په حیث په دوه یمه رتبه بست کې معرفي شول.

.

د قانون جوړونې د چارو د انستېتوت لوی رئیس محترم مفتي فضل هادي صاحب زاده د یادو رئیسانو  د معرفي وخت کې تغییر او تبدیل د اداري نظام د چارو ښه والي له پاره یو پېژندل شوی اصل وګڼه او  پخوانیو بستونو کې د هغوی کړنې په نیکۍ سره یادې کړې.

هغه نوموړو رئیسانو ته د نوو دندو مبارکي وویله او هغوی ته يې د بریالیتوب هیله وکړه.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۵ - ۱۱:۵۶
Background image

د ژباړې د فعالیت د جواز له یو شمېر غوښتونکو څخه ازموینه واخیستل شوه

  د عدليې وزارت د قانون جوړونې عمومي رياست د تقنیني سندونو د ژباړې او د رسمي سندونو د تصدیق رياست د ژباړې د کیفیت لوړولو په موخه د روژې د مياشتې په ۲۳ مه نېټه  پنجشنې په ورځ، د. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۵ - ۱۱:۴۷
Background image

د ننګرهار ولایت د عدلیې ریاست اداري ناسته جوړیدل

 د ننګرهار ولایت د عدلیې ریاست اداري ناسته د روژې د مياشتې په ۲۳مه نېټه د پنجشنبې په ورځ د یاد ولایت د عدلیې رئیس مولوي محمد رئيس محمدي او د دغه رياست د آمرینو او کارکوونکو په ګډون جوړه. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۵ - ۱۱:۳۲
Background image

په پروان ولایت کې د معاملاتو لارښوونې ۵ دفترونه د غير قانوني فعاليت له امله وتړل شول

 د پروان ولایت د عدلیې رياست په مشرۍ ‎د کورونو د کرایې د کنټرول ګډې کمېټې د روژې د مياشتې په ۲۱مه نېټه د سه‌شنبې په ورځ، د دغه ولایت په بېلابېلو سیمو کې د معاملاتو لارښوونې له ۱۳. . .

BACK TO NEWS