په ننګرهار کې یو شمېر مدافع وکيلانو لپاره زده‌کړيزه برنامه ترسره شوه

barekzai_admin
Tue, Mar 03 2026 11:58 AM
.

 د ننګرهار ولايت د عدليې رياست د روژې د مياشتې په ۹مه نېټه د پنجشنبې په ورځ د ياد ولايت د مدافع وکيلانو د ظرفيت لوړولو په موخه هغوی لپاره يوه ورځنۍ زده‌کړيزه برنامه جوړه کړه.

دا برنامه د ننګرهار د استیناف محکمې په همغږۍ ترسره شوه او د عدليې رئيس، مولوي محمد رئيس محمدي په‌کې د یادې برنامې موخه د مدافع وکيلانو د مسلکي ظرفيت لوړول وبلل. نوموړي له ګډونوالو څخه وغوښتل چې له زده کړو څخه په خپلو کاري چارو کې په اغېزمنه توګه ګټه پورته کړي.

هغه همدارنګه ټينګار وکړ چې مدافع وکيلان دې خپلې کاري چارې د اسلامي شريعت، نافذه قوانينو او مسلکي اصولو پر بنسټ پر مخ يوسي، د باطل له دفاع څخه ډډه وکړي او د خپلو مؤکلينو له مشروع او قانوني حقوقو څخه دې په قوي او مسؤولانه ډول دفاع وکړي.

له بلې خوا په دې برنامه کې د استيناف محکمې رئيس، خليفه محبوب الرحمن نقشبندي هم وينا وکړه او ټينګار يې وکړ چې دغه راز برنامې د مدافع وکيلانو د علمي او مسلکي پرمختګ لپاره مهمې دي. نوموړي مدافع وکيلان د عدلي او قضايي بهير د اساسي رکن په‌ توګه ياد کړل.

یو شمېر مدافع وکیلانو هم په دې برنامه کې خبرې وکړې او د خپل مسلکي ظرفیت د پیاوړیتا په موخه یې د دغې برنامې د ترسره کولو هرکلی وکړ. هغوی ډاډ ورکړ چې ژمن دي ترڅو خپل فعالیتونه د اسلامي شریعت، نافذه قوانینو او مسلکي اصولو په رڼا کې ترسره کړي.

خبرها

Mon, Sep 05 2022 4:12 PM
Background image

The Ministry of Justice Presented the One Year Report on the Activities and Achievement of This Ministry

Sheikh Abdul Kareem Haidar, the Professional Deputy Minister of Ministry of Justice, presented the one year report on the activities and achievements of this ministry on Sunday, 5th of. . .

Sun, Aug 28 2022 2:56 PM
Background image

Minister of Justice meets with Acting in Charge of UNAMA

Sheikh al-hadeeth Mawlawi Sahib Abdul Hakeem Sharei, the acting minister of justice of Islamic Emirate met with Mr. Markus Potzel, deputy special representative of the secretary general. . .

BACK TO NEWS