د عدليې وزير د خصوصي روغتونونو له یو شمېر مسئولینو سره ناسته وکړه

barekzai_admin
Sun, Apr 20 2025 3:35 PM
.

 د اسلامي امارت د عدليې وزير، محترم شيخ الحديث مولوي عبدالحکيم شرعي د يوې ناستې په ترڅ کې د يو شمېر خصوصي روغتونونو له مسئولينو سره وکتل او د بېلابېلو موضوعاتو په اړه يې له هغوی سره خبرې وکړې.

په دې ناسته کې چې د شوال په ۲۲مه نېټه د یکشنبې په ورځ د عدليې وزارت په مقر کې جوړه شوه، د عامې روغتيا وزارت مالي او اداري معين، محترم ملا بخت الرحمن شرافت، د استخباراتو استازي، د عدليې وزارت د انسجام عمومي رئيس، محترم مفتي احمدضيا خبيب او د دغه وزارت د بېلابېلو برخو نور مسئولین هم ګډون درلود.

د عدليې وزير په دې ناسته کې د خپلو خبرو په ترڅ کې وویل چې د خصوصي روغتونونو هغه ټولنه چې د اسلامي امارت له واکمنۍ څخه وړاندې یې فعالیت درلود، لغوه شوې ده او د خصوصي روغتونونو مسئولین دې د نوې اتحادیې جوړولو لپاره اقدام وکړي تر څو له دې لارې د خلکو او روغتونونو ستونزو ته رسیدګي وشي.

نوموړي ټینګار وکړ، چې خلک د روغتیا په برخه کې له ګڼو ستونزو سره مخ دي له دې جملې د روغتونونو، درملتونونو او ډاکترانو له‌خوا زیاتې پیسې اخیستلو، تاریخ‌تېر شوي درملو، بې‌کیفیته درملو او د خصوصي روغتونونو له‌خوا ناوړه ګټه اخیستلو سره مخ دي.

محترم شيخ الحديث مولوي عبدالحکيم شرعي د دغه وزارت او نورو نهادونو د ګډ پلاوي راپور ته چې دغه روغتونونه یې بررسي کړې وو، هم اشاره وکړه او ویې ویل چې ځینې روغتونونه یوازې د سوداګرۍ په موخه جوړ شوي او له ناروغانو څخه د زیاتو پیسو د ترلاسه کولو لپاره له هېڅ ډول اقدام ډډه نه‌کوي.

هغه توصیه وکړه چې ډاکتران او د خصوصي روغتونونو مسئولین دې مادياتو ته پام نه‌کوي او د خپلو هېوادوالو لاس د ورور په څېر ونیسي او تر خپلې وسې له هغوی سره مرسته وکړي.

له بلې خوا، د عامې روغتيا وزارت مالي او اداري معين، محترم ملا بخت الرحمن شرافت هم په یاده ناسته کې د خصوصي روغتونو لخوا د اضافه پیسو اخیستو راپور ته په اشارې سره روښانه کړه چې د عامې روغتیا وزارت د داسې شرایطو په برابرولو کې ده چې نه د خلکو او نه د روغتونونو په ضرر وي، خو له خلکو دا ډول زیاتې پیسې اخیستل او د تاریخ‌تېر شویو درملو پلورل د منلو وړ نه دي.

په  دې ناسته کې د ځينو روغتونونو استازو هم خپلې ستونزې او ننګونې شريکې کړې او د عدليې وزير ډاډ ورکړ چې د اتحاديې له جوړېدو سره، په دې برخه کې اقدامات وشي.

خبرها

Mon, Sep 05 2022 4:12 PM
Background image

The Ministry of Justice Presented the One Year Report on the Activities and Achievement of This Ministry

Sheikh Abdul Kareem Haidar, the Professional Deputy Minister of Ministry of Justice, presented the one year report on the activities and achievements of this ministry on Sunday, 5th of. . .

Sun, Aug 28 2022 2:56 PM
Background image

Minister of Justice meets with Acting in Charge of UNAMA

Sheikh al-hadeeth Mawlawi Sahib Abdul Hakeem Sharei, the acting minister of justice of Islamic Emirate met with Mr. Markus Potzel, deputy special representative of the secretary general. . .

BACK TO NEWS