په «امید سبز ښارګوټي» کې د غصب شویو ځمکو موضوع اختصاصي محکمې ته سپارل کېږي

hakeem_admin
Wed, Apr 03 2024 2:02 PM
.

د ځمکو له غصب څخه د مخنیوي او د غصب شویو ځمکو کمېسیون د یوې ناستې په ترڅ کې پریکړه وکړه چې د کابل ښار په شپږمه ناحیه کې د امید سبز په ښارګوټي کې د غصب شویو امارتي ځمکو موضوع د امارتي غصب شویو ځمکو قضایاو ته د رسیدګۍ اختصاصي محکمې ته وسپارل شي.

د ځمکو له غصب څخه د مخنیوي او د غصب شویو ځمکو د استرداد کمېسیون ناسته د روژې د میاشتې په ۲۴ نېټه د چهارشنبې په ورځ د عدلیې وزارت سرپرست او د یاد کمېسیون رئیس شیخ الحدیث مولوي عبدالحکیم شرعي په مشرۍ او د کور او ښار جوړلو وزارت د سرپرست مولوي حمد الله نعماني، د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د سرپرست مولوي عطاءالله عمري، د سرحدونو، قومونو او قبایلو وزارت د سرحدونو معین مولوي محمد اسماعیل غزنوي، د سترې محکمې د استازي شیخ  عبدالصمد حقاني، د کرنې وزارت د اراضۍ رئیس مولوي محمود مظلوم، د امارت د قضایاو لوی رئیس او د یاد کمېسیون سکرتر مولوي احسان الله وثیق او د نورو مسؤولینو په ګډون د عدلیې وزارت په مقر کې جوړه شوه.

په دې ناسته کې د کابل ښار په شپږمه ناحیه کې د امید سبز ښارګوټي د ۱۵۹۵ جریبه ځمکې موضوع او یو لړ نور موضوعات بحث او بررسۍ لاندې ونیول شوو.

د کمېسیون او د کابل تخنیکي هیئت د بررسيو له مخې، د امید سبز ښار ګوټي یو اندازه ځمکې په امارتي قطعاتو کې شاملې دي او یو شمېر سندونه هم کمېسیون ته وړاندې شوي دي. په دې اساس کمېسیون پرېکړه وکړه چې موضوع د شرعي او قانوني پرېکړې په موخه د امارتي غصب شویو ځمکو قضیو ته د رسیدګۍ اختصاصي محکمې ته وسپارل شي.

په یاده ناسته کې د هېواد په شمالي ولایتونو کې د عامه څړځای (عامه مرعی) موضوع هم بررسي شوه او یادو ولایتونو ته د استول شوي هیئت راپور د یاد شوي هیئت له خوا وړاندې شو.

د ځمکو له غصب څخه د مخنیوي کمېسیون په دې ناسته کې  د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې د ځمکو د غصب اړوند یو شمېر موضوعاتو په اړه هم بحث وکړ او په هکله یې لازم تصامیم ونیول.

خبرها

Mon, Sep 05 2022 4:12 PM
Background image

The Ministry of Justice Presented the One Year Report on the Activities and Achievement of This Ministry

Sheikh Abdul Kareem Haidar, the Professional Deputy Minister of Ministry of Justice, presented the one year report on the activities and achievements of this ministry on Sunday, 5th of. . .

Sun, Aug 28 2022 2:56 PM
Background image

Minister of Justice meets with Acting in Charge of UNAMA

Sheikh al-hadeeth Mawlawi Sahib Abdul Hakeem Sharei, the acting minister of justice of Islamic Emirate met with Mr. Markus Potzel, deputy special representative of the secretary general. . .

BACK TO NEWS