د عدلیې وزارت د کارکوونکو د زده‌کړه‌ییزو اړتیاوو د ارزونې برنامه ترسره شوه

barekzai_admin
Tue, Sep 08 2026 2:06 PM
.

 د عدلیې وزارت د کارکوونکو د زده‌کړه‌ییزو اړتیاوو د ارزونې برنامه د ربیع‌الاول د میاشتې په ۲۴مه نېټه د دوشنبې په ورځ د دغه وزارت د رئیسانو او کارکوونکو او د ملکي خدمتونو انستیتوت د پلاوي په ګډون ترسره شوه.
د یادې برنامې په پرانیست‌غونډه کې د عدلیې وزارت د کارکوونکو د چارو رئیس، محترم مفتي رحمت‌الله حلیم خبرې وکړې او د کارکوونکو د زده‌کړه‌ییزو اړتیاوو د ارزونې پروسه یې مهمه وبلله. هغه ټینګار وکړ چې په دې برخه کې باید لا زیات اقدامات  ترسره شي ترڅو د کارکوونکو زده‌کړه‌ییزې اړتیاوې په سمه توګه تشخیص او هغو لپاره مناسبې لارې چارې برابرې شي.
دغه راز نوموړي وویل چې د اسلامي امارت نظام د ډېرو قربانیو په پایله کې رامنځته شوی دی او د ساتنې او پیاوړتیا لپاره یې لازمه ده چې ټول مسؤولین او کارکوونکي خپلې دندې په صداقت، ایماندارۍ او بشپړ اخلاص سره ترسره کړي.
بل خوا د ملکي خدمتونو د انستیتوت استازي، محترم حافظ اسدالله هارون هم خبرې وکړې. نوموړي د ملکي خدمتونو انستیتوت د زده‌کړې، ظرفیت لوړولو او مسلکي پرمختګ لپاره مهم ځای وباله او ویې ویل چې دا اداره او ښوونکي یې د امارتي ادارو د کارکوونکو د ظرفیت لوړولو په برخه کې کار کوي. 
نوموړي زیاته کړه چې نظام کار او خدمت ته اړتیا لري او د ملکي خدمتونو ریاست ژمن دی چې د کارکوونکو د ظرفیت لوړولو او مسلکي پرمختګ په برخه کې ارزښتمن او ګټور خدمتونه وړاندې کړي.
د عدلیې وزارت د مسلکي او اداري برخو ۲۰۰ تنو کارکوونکو د یادې برنامې په ترڅ کې د زده‌کړه‌ییزو اړتیاوو په ارزونه کې ګډون وکړ او خپلې مسلکي، اداري او زده‌کړه‌ییزې اړتیاوې او غوښتنې یې له یاد پلاوي سره شریکې کړې.

خبرها

Mon, Sep 05 2022 4:12 PM
Background image

The Ministry of Justice Presented the One Year Report on the Activities and Achievement of This Ministry

Sheikh Abdul Kareem Haidar, the Professional Deputy Minister of Ministry of Justice, presented the one year report on the activities and achievements of this ministry on Sunday, 5th of. . .

Sun, Aug 28 2022 2:56 PM
Background image

Minister of Justice meets with Acting in Charge of UNAMA

Sheikh al-hadeeth Mawlawi Sahib Abdul Hakeem Sharei, the acting minister of justice of Islamic Emirate met with Mr. Markus Potzel, deputy special representative of the secretary general. . .

BACK TO NEWS