د عدلیې وزیر د قوانینو د تدقیق او فقهي تخریج د بهیر پر چټکتیا ټینګار وکړ

barekzai_admin
Mon, Jul 20 2026 2:48 PM
.

 د اسلامي امارت د عدلیې وزیر، محترم شیخ الحدیث مولوي عبدالحکیم شرعي د دغه وزارت د رهبرۍ شورا په غونډه کې د عدلیې وزارت د اړوندو برخو له لوري د قانون جوړونې او د تقنیني اسنادو د وروستي کولو د بهیر پر چټکتیا ټینګار وکړ.

د عدلیې وزارت د رهبرۍ شورا غونډه د صفر المظفر د میاشتې په ۵مه نېټه د دوشنبې په ورځ د عدلیې وزیر، محترم شیخ الحدیث مولوي عبدالحکیم شرعي په مشرۍ او د دغه وزارت د بېلابېلو برخو د رئیسانو او د علماوو کمېټې د غړو په ګډون ترسره شوه.

په دې ناسته کې د عدلیې وزیر وویل چې د دغه وزارت د اړتیا وړ تقنیني اسنادو تسوید او د نورو اسنادو تدقیق او فقهي تخریج دې د معتبرو شرعي او فقهي سرچینو په استناد سره  ترسره شي.

نوموړي زیاته کړه چې د دغه وزارت ټول مسؤولین دې خپل کارونه په اخلاص او د خلکو د خدمت او د الله تعالی د رضا د ترلاسه کولو په نیت ترسره کړي او د دغه نظام قدر دې وکړي چې په ډېرو قربانیو ترلاسه شوی دی.

خبرها

Mon, Sep 05 2022 4:12 PM
Background image

The Ministry of Justice Presented the One Year Report on the Activities and Achievement of This Ministry

Sheikh Abdul Kareem Haidar, the Professional Deputy Minister of Ministry of Justice, presented the one year report on the activities and achievements of this ministry on Sunday, 5th of. . .

Sun, Aug 28 2022 2:56 PM
Background image

Minister of Justice meets with Acting in Charge of UNAMA

Sheikh al-hadeeth Mawlawi Sahib Abdul Hakeem Sharei, the acting minister of justice of Islamic Emirate met with Mr. Markus Potzel, deputy special representative of the secretary general. . .

BACK TO NEWS