د عدلیې وزارت د اقتصاد وزارت په همکارۍ د دوامداره پرمختیا د پوهاوي ورکونې برنامه ترسره کړه

waheed
Mon, Apr 15 2019 10:41 AM

چهارشنبه د ۱۳۹۷ د کب د میاشتې۲۲

د ا.ا.ج  دعدلیې وزارت د اقتصاد وزارت په همکارۍ د دوامداره پرمختیایي موخو او د هغو د تطبیق  سره د حکومت د برنامو د انطباق ورکونې په اړه دافغانستان د دولت ژمنې او د ټولیز رفاه او هوساینې د غوره زمینو په برابرولو کې د نوموړو موخو د اغېزمن نقش په اړه د دوامداره پرمختیایي موخو د پوهاوي ورکونې برنامه په لاره واچوله.

په دغه برنامه کې چې د عدلیې وزارت یو زیات شمېر رئیسانو او کارکوونکو په کې ګډون کړی وو، د دوامداره پرمختیا دموخو او د هزاره پرمختیا د موخو د توپيرونو، د دوامداره پرمختیا اوولس ګونه موخې، د دوامداره پرمختیا د موخو  تمرکز، د افغانستان لپاره د دوامداره موخو اهمیت، په افغانستان کې د دوامداره پرمختیا د موخو په تطبیق کې شته ستونزې او د هغو د تطبیق  پړاوونه، د افغانستان د دوامداره پرمختیا د موخو د جوړښت موضوعګانې او نور موارد تر بحث لاندې ونیول شو.

په کال ۲۰۱۵ کې دنړۍ د ۱۹۳ هېوادونو استازي راټول شول او له قحطۍ، وچکالۍ، جګړې، آفتونو او هغه فقر چې د نړۍ یوه ستره برخه یې تر اغېزلاندې راوستی دی، د دوامداره پرمختګ د مشترکو موخو برنامه رامنځته کړه ترڅو د نړۍ ستونزوته ځواب ووایي.

د دوامداره پرمختیا موخې د نړیوال پرمختیا لپاره یو چوکاټ دی چې له ۲۰۱۵ څخه تر ۲۰۳۰ کلونو پورې ترتیب شوی دی د هزاره پرمختیایي موخې(MDG) یاد پراختیا په حال کې او دکمو پراختیا موندونکو هېوادونو د متوازنې پرمختیا لپاره د ملګرو ملتونو پرمختیایي برنامه شتون درلود چې تر ۲۰۱۵ کاله پورې یې ادامه درلود.

د دوامداره پرمختیا تر ټولو عمده موخې دفقر له منځه وړل، د لوږې له منځه وړل، روغ ژوند، باکیفیته ښوونه، جنسیتي برابري، پاکې اوبه او روغتیا ساتنه، پاک او ارزانه انرژي، مناسب کار او اقتصادي وده، صنعت ـ نوښت او بنسټونه، د نابرابرۍ کمول، ښارونه او پايښت لرونکي ټولنې، تولید او مسؤولانه لګښت، د اقلیم لپاره اقدامات، د ځمکې پرمخ ژوند، سوله/ عدالت او ځواکمن بنسټونه او د موخو لپاره مشارکت تشکیلوي.

 

خبرها

Mon, Sep 05 2022 4:12 PM
Background image

The Ministry of Justice Presented the One Year Report on the Activities and Achievement of This Ministry

Sheikh Abdul Kareem Haidar, the Professional Deputy Minister of Ministry of Justice, presented the one year report on the activities and achievements of this ministry on Sunday, 5th of. . .

Sun, Aug 28 2022 2:56 PM
Background image

Minister of Justice meets with Acting in Charge of UNAMA

Sheikh al-hadeeth Mawlawi Sahib Abdul Hakeem Sharei, the acting minister of justice of Islamic Emirate met with Mr. Markus Potzel, deputy special representative of the secretary general. . .

BACK TO NEWS