د پکتیا ولایت د عدلیې ریاست او د موټر پلورنځیو اتحادیې ترمنځ د همغږۍ ناسته ترسره شوه

barekzai_admin
Sun, Apr 12 2026 2:50 PM
.

 د پکتیا ولایت د عدلیې رئیس، مولوي فاتح الله فاتح د شوال میاشتې په ۱۹مه نېټه، د دوشنبې په ورځ د یاد ولایت د موټر پلورنځیو اتحادیې له مسؤولینو سره د همغږۍ ناسته ترسره کړه.

په دې ناسته کې چې د عدلیې ریاست یو شمېر نورو مسؤولينو هم ګډون کړی وو، د عدلیې رئيس ټینګار وکړ د موټر پلورنځیو مسؤولین باید خپل ټول فعالیتونه د هېواد د نافذه قوانینو او اسلامي شریعت په رڼا کې ترسره کړي. نوموړي همدارنګه وویل چې د معاملاتو ټول قراردادونه باید په رسمي ډول ثبت شي او له هر ډول غیر قانوني معاملاتو څخه باید په کلکه ډډه وشي.

همدارنګه په دې ناسته کې د یادې اتحادیې رئيس هم خبرې وکړې او عدلیې رياست ته یې ډاډ ورکړ چې د یاد ولایت موټر پلورنځي خپل ټول فعالیتونه د قوانينو او اسلامي شریعت په رڼا کې ترسره کوي او په دې برخه کې به له عدلیې ریاست سره پوره همغږي ولري.

خبرها

Mon, Sep 05 2022 4:12 PM
Background image

The Ministry of Justice Presented the One Year Report on the Activities and Achievement of This Ministry

Sheikh Abdul Kareem Haidar, the Professional Deputy Minister of Ministry of Justice, presented the one year report on the activities and achievements of this ministry on Sunday, 5th of. . .

Sun, Aug 28 2022 2:56 PM
Background image

Minister of Justice meets with Acting in Charge of UNAMA

Sheikh al-hadeeth Mawlawi Sahib Abdul Hakeem Sharei, the acting minister of justice of Islamic Emirate met with Mr. Markus Potzel, deputy special representative of the secretary general. . .

BACK TO NEWS