په پکتیا ولايت کې د موټر پلورنځيو او د معاملاتو لارښوونې د یو شمېر دفترونو بررسي او نظارت کېدل

barekzai_admin
Thu, Apr 09 2026 11:25 AM
.

 د پکتیا ولایت د عدلیې رياست نظارتي پلاوي، د شوال د مياشتې په ۱۳مه نېټه د سه شنبې په ورځ د ياد ولایت په مرکز، ګردیز ښار کې د موټر پلورنځيو او معاملاتو لارښوونې له یو شمېر دفترونو څخه نظارت ترسره کړ او د هغو فعالیتونه یې بررسي کړل.

د دغه نظارت او بررسۍ په ترڅ کې د معاملاتو لارښوونې یو دفتر د غیرقانوني فعالیت له امله وتړل شو او د موټر پلورنځيو او معاملاتو لارښوونې نورو دفترونو موجودې نيمګړتياوې هم مشخصې شوې  او د حل په برخه کې لازمې توصیې وشوې.

د پکتیا ولایت عدلیې رياست په یاد ولایت کې په دوامداره توګه د معاملاتو لارښوونې او موټر پلورنځیو له دفترونو څخه نظارت ترسره کوي تر څو د غير قانوني فعالیتونو مخنيوی وشي.

خبرها

Mon, Sep 05 2022 4:12 PM
Background image

The Ministry of Justice Presented the One Year Report on the Activities and Achievement of This Ministry

Sheikh Abdul Kareem Haidar, the Professional Deputy Minister of Ministry of Justice, presented the one year report on the activities and achievements of this ministry on Sunday, 5th of. . .

Sun, Aug 28 2022 2:56 PM
Background image

Minister of Justice meets with Acting in Charge of UNAMA

Sheikh al-hadeeth Mawlawi Sahib Abdul Hakeem Sharei, the acting minister of justice of Islamic Emirate met with Mr. Markus Potzel, deputy special representative of the secretary general. . .

BACK TO NEWS