په پکتیا ولایت کې د یو شمېر خيريه بنسټونو، اتحادیو او د معاملاتو لارښوونې له دفترونو څخه نظارت ترسره شو

barekzai_admin
Sun, Jan 25 2026 11:03 AM
.

 د پکتیا ولایت د عدليې ریاست نظارتي پلاوي، د رجب‌المرجب د مياشتې په ۲۷مه نېټه د شنبې په ورځ، د دغه ولایت په مرکز ګردیز ښار کې د یو شمېر خيريه بنسټونو، اتحادیو او د معاملاتو لارښوونې له دفترونو څخه نظارت ترسره کړ او د هغو فعاليتونه یې بررسي کړل.

مؤظف نظارتي پلاوي د یادو خیریه بنسټونو، اتحادیو او د معاملاتو لارښوونې د دفترونو د فعالیت جوازونه، د فعالیتونو راپور او نور اسناد بررسي کړل چې په ترڅ کې یې ۱ خيريه بنسټ، ۲ اتحادیې او د معاملاتو لارښوونې ۱ دفتر د غير قانوني فعاليتونو له امله وتړل شول.

د عدلیې وزارت په مرکز او د عدلیې ریاستونه په ولایتونو کې په دوامداره توګه له اړوندو برخو څخه نظارت ترسره کوي تر څو د غیر قانوني فعالیتونو مخه ونیول شي.

خبرها

Mon, Sep 05 2022 4:12 PM
Background image

The Ministry of Justice Presented the One Year Report on the Activities and Achievement of This Ministry

Sheikh Abdul Kareem Haidar, the Professional Deputy Minister of Ministry of Justice, presented the one year report on the activities and achievements of this ministry on Sunday, 5th of. . .

Sun, Aug 28 2022 2:56 PM
Background image

Minister of Justice meets with Acting in Charge of UNAMA

Sheikh al-hadeeth Mawlawi Sahib Abdul Hakeem Sharei, the acting minister of justice of Islamic Emirate met with Mr. Markus Potzel, deputy special representative of the secretary general. . .

BACK TO NEWS