د ننګرهار عدليې رياست او د جلالاباد ښاروالۍ ترمنځ د همغږۍ ناسته وشوه
د ننګرهار ولایت د عدليې رياست او د جلالاباد ښاروالۍ ترمنځ د همغږۍ ناسته د جمادیالأولی د میاشتې په ۲۵مه نېټه، د یکشنبې په ورځ د دواړو ادارو رئیسانو او نورو مسؤولینو په ګډون، د ښاروالۍ په مقر کې ترسره شوه.
د عدليې رئيس مولوي محمد رئیس محمدي، په دې ناسته کي د صنفي اتحادیو یو شمېر ستونزې له ښاروالۍ سره شریکې کړې او یادو اتحادیو ته یې د مشخصو نرخنامو د تعیین او د اړوندو مسؤولینو لخوا یې د تطبیق غوښتنه وکړه.
په ورته مهال د جلالاباد ښاروال، قاري بلال د هر اړخیزې همکارۍ ډاډ څرګند کړ او زیاته یې کړه چې د اتحادیو د ستونزو د حل په برخه کې هڅې کوي.
