په هرات ولایت کې د معاملاتو لارښوونې ۳ دفترونو د غير ‌قانوني فعاليت له امله وتړل شول

barekzai_admin
Thu, Oct 30 2025 11:27 AM
.

 د هرات ولایت د عدليې ریاست نظارتي پلاوي، په روانه اونۍ کې د دغه ولایت مرکز اړوند په اوومه ناحيه کې د معاملاتو لارښوونې له ۳۷ دفترونو څخه نظارت ترسره کړ.
مؤظف نظارتي پلاوي د یادو دفترونو د فعالیت جوازونه، د ثبت کتابونه، د پېر او پلور قانوني‌توب، رسمي سټې او یو شمېر نور اړين اسناد بررسي کړل چې په ترڅ کې یې ۳ دفترونه د غير قانوني فعاليت له امله وتړل شول.
نظارتي پلاوي د پاتې نورو دفترونو پر متصديانو ټینګار وکړ چې یاد دفترونه دې خپل ټول فعالیتونه د اصولو مطابق ترسره کړي او د غير قانوني فعاليتونو څخه دې ډډه وکړي.
د یادونې ده چې د هرات عدلیې رياست په دوامداره توګه له اړوندو برخو څخه نظارت ترسره کوي تر څو د غیر قانوني فعالیتونو مخه ونیول شي.

خبرها

Mon, Sep 05 2022 4:12 PM
Background image

The Ministry of Justice Presented the One Year Report on the Activities and Achievement of This Ministry

Sheikh Abdul Kareem Haidar, the Professional Deputy Minister of Ministry of Justice, presented the one year report on the activities and achievements of this ministry on Sunday, 5th of. . .

Sun, Aug 28 2022 2:56 PM
Background image

Minister of Justice meets with Acting in Charge of UNAMA

Sheikh al-hadeeth Mawlawi Sahib Abdul Hakeem Sharei, the acting minister of justice of Islamic Emirate met with Mr. Markus Potzel, deputy special representative of the secretary general. . .

BACK TO NEWS