د عدليې وزارت په تېره یوه مياشت کې د ۲۹۵ عريضه ليکونکو له فعالیتونو څخه نظارت کړی

د عدلیې وزارت د انسجام عمومي رياست د معاملاتو لارښوونې او د عريضه ليکوونکو د چارو رياست نظارتي پلاوي، د روان ۱۴۰۴ هـ.ش کال د سرطان(چنګاښ) میاشتې په اوږدو کې په کابل ښار کې د ۲۹۵ عریضه ليکونکو له فعاليتونو څخه نظارت ترسره کړی دی.
د دغه نظارت په ترڅ کې د ۴ تنو عریضه ليکونکو فعاليتونه چې په غيرقانوني بڼه یې فعالیتونه ترسره کول درول شوي او پاتې نورو عریضه لیکونکو ته د موجودو ستونزو د لرې کولو په برخه کې لازمې توصیې شوي دي.
همدارنګه، د معاملاتو لارښوونې او د عريضه ليکوونکو د چارو رياست د تېرې مياشتې په اوږدو کې د عریضه لیکنې د فعاليت د جواز له ۳۶ تنو غوښتونکو څخه ازموينه اخیستې او ۲۶ تنو ته یې د فعاليت نوي جوازونه ورکړي دي. دغه راز په همدې موده کې د ۴۷ تنو جوازونه تمديد شوي دي.
د عدلیې وزارت د انسجام عمومي رياست په مرکز او ولایتي آمریتونه یې په ولایتونو کې په منظم ډول اړوندې برخې نظارت او بررسي کوي تر څو له غیر قانوني فعاليتونو څخه مخنیوی وشي.